هلمند او کندهار کې د نښتو پر مهال ښکيلو غاړو ته مرګ ژوبله اوښتې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غویی ۱۴)
د هلمند ولايت په ناوې ولسوالۍ کې طالبانو د سنګوري اربکيانو پر یوه پوځي مرکز حمله کړې چې د ځايي سرچينو په وينا سنګوري عسکرو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.
طالبانو کابل ټکی کام ته په راليږلې خبرپاڼه کې ويلي، چې دغه برید تيره شپه د یادې ولسوالۍ مربوط د ټانګانو د ګودر په سيمه کې شوی دی.
خبرپاڼه کې راغلي، په بريد کې د اربکيانو پوځي مرکز طالبانو نيولی، يوولس سنګوري اربکيان وژل شوي او هغوی ته په راغلو کومکي عسکرو بيا بريد ترسره شوی چې پنځه تنه نور پکې وژل شوي دي.
طالبان وايي، د بريد په پايله کې د سنګوريانو څلور ميله وسلې هم د دوی لاسته ورغلي دي.
په يوه بل خبر کې د کندهار د والي وياند عزیز احمد عزيزي وايي، چې طالبانو د دغه ولايت د سپين بولدک ولسوالۍ د بولدک نيکه پر پوسته بريد کړی چې په ترڅ کې يې دواړو خواوو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د عزيزي په وينا، په بريد کې درې پوليس وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
طالبانو تر اوسه د سپين بولدک د جګړې په اړه څه نه دي ويلي.



