ایرو ایشیا نشریه: امریکایې ځواکونه په افغانستان کې خپله ناکامي له خلکو پټوي

کابل ټکی کام ( شنبه، ۱۴ غوايي ، ۱۳۹۸ل)

 مشهوره اووتلې نشریه ایرو ایشیا  په خپله یوه مقاله کې دامریکا شکست ته اشاره کړې، او وړاندې لیکي چې په افغانستان کې د امریکا جګړه خورا پېچلې وه او ډېر اړخونه یې پټ ساتل شوي دي.

 په مطلب کې وړاندې راځي چې امریکايي نظامیان اوس هم په ډېرو مواردو کې خپله ناکامه جګړه له امریکایي وګړو او رسنیو پټوي، او په دې توګه یوه مبهمه جګړه مخ ته وړي.

 د سرچینې په خبره د افغانستان جګړه د امریکا لپاره خورا خونړۍ او له مالي لګښتونو ډکه وه، خو که پټ معلومات روښانه شي نو دغه تلفات او مالي زیانونه ښایي تر دې هم ډېر وي.

نشریه زیاتوي افغانان لا هم د یوې مبهمې جګړې لپاره قرباني ورکوي او امریکا ته په کار ده، چې په پوره روښانتیا له طالبانو سره د سولې خبرې مخ ته یوسي.

سرچینه کاږي چې د افغان جګړه یوازې او یوازې له سیاسی لارو د حل وړ ده او ټول نظامي پلانونه په تېرو اتلسو کلونو کې په دغه هېواد کې ناکام ثابت شوي دي.

دانشریه په داسې حال کې دامریکا په شکست اعتراف کوي چې تر دې وړاندې واشنګتن پوسټ، او نورو مشهورو ورځپاڼو دافغانستان جګړه دامریکا په تاریخ کې ستره تېروتنه بللې وه، اوامریکایانو ته یې په عاجله توګه دخپلو قواوو دوتلو سپارښتنه کړې وه.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button