د غزني په دهيک ولسوالۍ کې یوولس ملکي وګړي وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غویی ۱۴)
ګډو ځواکونو د غزني ولايت په دهيک ولسوالۍ کې عمليات کړي چې په ترڅ کې يې یوولس ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
راپور زياتوي، دغه عمليات وړمه شپه د يادې ولسوالۍ په نياز کلا او سرانداز کلا سيمو کې ترسره شوي دي.
د سيمې اوسيدونکي وايي، د چاپې عسکرو په سیمه کې خلکو ته مالي زيانونه هم اړولي او د خلکو له کورونو يې قيمتي مالونه وړي دي.
طالبانو د ګډو ځواکونو دغه کړنه وحشت او جنایت بللی وياند يې ذبیح الله مجاهد وايي، په یاده سيمه کې د امريکايي او غلامو عسکرو په عملياتو کې يوولس کسان وژل شوي او درې تنه نور چې عام کليوال دي له ځان سره يې وړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تيره شپه ګډو ځواکونو د ننګرهار خوګياڼو کې د عملياتو پر مهال درې ملکيان وژلي او د غزني په زنه خان ولسوالۍ کې يې هم خلکو ته مالي زيانونه اړولي دي.
د ګډو ځواکونو په عملياتو کې تر ډيره ملکي ميشت ځايونه په نښه کيږی او مرګ ژوبله يې هم ملکیان ګالي خو تر دې دمه د دغه عملياتو د بنديدو او يا ملکي خلکو ته پکې د اوښتو زيانونو په اړه مسؤول چارواکي چوپه خوله دي.



