قطر: دجمعې له رخصتۍ وروسته نن بیا امریکايي اوطالب پلاوي مذاکرات پېل کړي

کابل ټکی کام ( شنبه، ۱۴ غوايي ، ۱۳۹۸ل)

د افغانستان دقضیې سیاسي حل لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد او طالب پلاوی په قطر کې له یوې ورځې رخصتۍ وروسته بیا خبرې پیلوي.

د طالبانو د سیاسي دفتر غړي، او ویاند سهیل شاهین ویلي، چې د جمعې ورځې له دمې وروسته دواړه لوري نن بیا خبرې پیلوي. خلیلزاد او طالب مشرانو د تېرې چهارشنبې په ورځ د خبرو شپږم پړاو پیل کړی.

 خلیلزاد د طالبانو دسیاسي دفتر له رئیس ملا عبد الغني بردار سره لیدلي او په خپل وروستي ټوېټ کې يې ویلي چې اوس وخت را رسېدلی چې طالبان وسله کېږدي او سولې ته مخه کړي.

خو طالبانو نه یوازې د خلیلزاد غوښتنه رد کړې، بلکې په یوه تازه اعلامیه کې يې د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا د او اوربند غوښتنې ته هم د نه ځواب ویلی دی.

طالبانو وروستۍ لویه جرګه هم تحریم کړې، دایې دملت له بودیجې دغني کمپاینیز اقدام بللی، په جرګه یې نیوکې کړي، چې ولې دوی وروستۍ بمبارۍ اوشپنۍ چاپې ونه غندلې.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button