اردوغان دافغانستان سوکالۍ او ثبات ته خپله ژمنیا ښودلې

کابل ټکی کام ( شنبه، ۱۴ غوايي ، ۱۳۹۸ل)
د وروستیو مذاکراتو، اودافغانستان دقضیې دسولییزو هڅو پر دوام، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هم دافغانستان سوکالي او ثبات دځان اونړۍ لپاره مهم بللي.
هغه دګډ حکومت له اجرایه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله سره لیدنه هم کړې. دواړو لورو په دې لیدنه کې په سیمه او افغانستان کې پر روانو مسایلو خبرې کړې دي. د ترکیې ولسمشر ویلي، د افغانستان امنیت او ثبات د ترکیې لپاره مهم دی او په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته تیار دي. دده په وینا دواړه هېوادونه تاریخي او ژورې اړیکې لري او حکومتونه هڅه کوي چې دغه اړیکې لا پیاوړې او بنسټيزې شي.
نوموړي همدا راز ویلي چې ترکیه د تل په څېر د افغانستان د خلکو تر څنګ ولاړه ده او له دوی سره به په بېلو برخو کې خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي. اردوغان د سولې له پروسې او هڅو هم خپل ملاتړ څرګند کړی او ویلي یې دي، چې په دې برخه کې ترکیه هر ډول همکارۍ ته تیاره ده او پر ښکېلو خواوو یې غږ کړی چې د جګړې د ختم او سولې لپاره مسوولانه پرېکړه وکړي.
دواړو لورو همدا راز د دوه اړخیزو، فرهنګي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا او پياوړتیا هم ټینګار او خبرې کړې دي.
اردوغان په اوسنۍ نړۍ کې دنورو په نسبت یو خیرخواه، اودویښ ضمیر خاوند بلل کېږي، نوموړی دنړۍ له مسلمانانو سره په قسماقسم همکاریو پېژندل کېږي.



