امریکا د ډانګ او پړانګ تر مینځ

له یوې خوا متزلزله امریکا نور به افغانستان کې خپله جګړه یوه بې ګټې او بې هدفه او بې لاسته راوړنې جګړه بولي او غواړي نوره ځان ته د اوړو پوزې په جوړولو سره له دغې جګړې پښې سپکې کړي، خو له بله پلوه وېره لري څو هغه بې حسابه پانګونه یې چې د افغانستان پر فعلي حکومت کړې او امریکا پلوي افغانان یې واک ته رسولي، او هم یې د لکونو امنیتي ډول ډول ارګانونو پر روزنه او جوړونه پانګونه کړې، ترې پاتې کیږي، بل داچې امریکایانو د دیموکراسي پوچه مفکوره په ډیر تکلیف سره له اتلس کاله خوارۍ وروسته په افغانانو کې خپره کړې، نو که امریکا ووځي دغه ټول لګښتونه هدر ځي، او تیاره اماده ملي اردو به د طالبانو په لاس کې وغورځیږي، امریکا پلوي افغانان به بې واکه کیږي او د ډموکراسۍ ځای به اسلامیزم نیسي.
دا هغه څه دي چې امریکا یې د دوه لارو په سر حیرانه درولې، ځکه نو کله ناکله وایي چې امریکا به خپل فوځونه له افغانستان نه باسي خو په تدریجي ډول او په مسؤلانه ډول او د یوه منظم پلان له مخې!!!
د امریکا د دې ډول خبرو موخه دا ده چې امریکا غواړي څو د ډانګ له جګړې نه چې طالبان دي په ترپکو ځان وباسي خو بلې خواته چې پړانګ دې او هغه د امریکا په لاس جوړ شوي، روزل شوي او پالل شوي په نوم افغاني خو په اصل کې د امریکا په چوپړ کې امنیتي ارګانونه او حکومتي چارواکي دي له لاسه ورنکړي.
نو ځکه امریکا زړه نازړه ده چې اوس څه وکړي؟ که یو ناڅاپه لکه څرنګه چې ټرمپ وړاندیز کړی و ووځي نو په ملیاردونو ډالره پانګونه به یې هیڅ شي او سربیره پر دې هر څه به په مفته کې د طالبانو لاسونو ته وغورځيږي.
خو لکه څرنګه چې د دې هیواد با شهامته بچیانو ته غزوات او سپیڅلی جهاد او د باطل او غاصب او یرغل کوونکي پر وړاندې مبارزه او مقاومت له پلرونو په میراث پاتې دی خپلې مبارزې ته به تر هغې دوام ورکوي چې خپل مرام ته رسیدلي نه وي لکه څرنګه یې چې د چنګیزیانو، انګریزانو او روسانو په څېر ټینګه مقابله کړې او اوس غواړي امریکایان هم له خپلې پاکې خاورې ایستلو ته اړ کړي او بالآخره لکه څرنګه چې د روسانو په لاس کینول شوي واکداران د مجاهدینو لخوا په کورونو کینول شول، او وسلې او پانګې یې د مجاهدینو لاس ته د غنیمت په توګه وغورځیدې، اوس همدغه تاریخ یو ځل بیا تکراریدونکی دی او نن دی که سبا دی دا کار کیدونکی دی، خو په دومره توپیر چې پخوانیو مجاهدینو نه حکومت وساتلای شو، نه دولت او نه هم غنیمت شوي امکانات او نظامی او نور ابزار، خو دا چې طالبان د مجاهدینو په څیر نه شپږ ګوندونه دي او نه هم خپلو کې اختلافات لري او نه پکې لاوبالي اشخاص وجود لري، بس یوه قومانده او ټینګ نظم او دسپلین لري کولای شي هم نظامی امکانات په شفافه توګه خوندي وساتي، او هم وضعیت مهار او کنټرول کړي څو هیواد د پخوا په څیر له چور او تالان او د قدرت له تشې وژغوري او هم غنیمت شوي نظامي او غیر نظامی ابزار خوندي وساتي.
له بله پلوه به بیا د امریکا په لاس کینول شوي چارواکي هم د عدالت منګولو ته وړاندې کړای شي هغه چا چې ظلم کړی، قتل کړی، ملي خیانت کړی هغه به عدلي او قضایي ارګانونو ته معرفي کړای شي، او هیڅکله به د پخوانیو مجاهدینو په څیر جانیانو ته عمومي بخښنه ونه شي.



