ليکوال: م. نجم الرحمن فضلي
پوښتنه : له فرض لمانځه پرته په سنت مؤکده، غير مؤکده او نفلو کې قصر کيژي او که نه؟.
ځواب : په سنت او نفلو کې د قصر کولو حکم نشته ([1]).
مسافر به له کوم وخت څخه قصر شروع کوي؟
پوښتنه : مسافر به له کوم وخت څخه قصر شروع کوي؟
ځواب : کوم وخت چې د خپل کلي له آبادۍ څخه ووځي نو له همدې وخت څخه به قصر شروع کوي ([2]).
د سفر اندازه څه دى
پوښتنه : د سفر څه اندازه مقرر دى؟ آيا د سفر په لمنځونو کې قضائي لمنځونه هم نيم اداء کيژي؟.
ځواب : د سفر اندازه ٤٨ ميله دى، او په سفر کې قضاء شوي لمنځونه هم نيم کيژي ([3]).
که مسافر په اخيرنى قاعده (ناسته) کې ګډون وکړي نو اتمام به کوي
پوښتنه : که چيرته يو مسبوق مسافر د مقيم امام شا ته په اخيره قاعده (ناسته) کې ګډون وکړي او هيڅ رکعت يې نيولى نه وي، آيا په ماسپښين، مازديګر او ماسخوتن کې به څلور رکعته کوي؟.
ځواب : که چيرته مسبوق مسافر د جماعت په لمانځه کې په اخيره ناسته کې ګډون وکړي نو هم اتمام پرې واجب دى ([4]).
مسافر به تر څه وخته قصر کوي؟
پوښتنه : مسافر به تر څه وخته قصر کوي؟
ځواب : تر څو چې په سفر کي وي او په کوم ښار او کلي کې يې د پنځلسو ورځو د اقامت نيت نه وي کړی تر هغه وخته به قصر کوي : او کله چې د پنځلسو ورځو د اقامت نيت وکړي نو له هغه وخته به خپل لمونځ پوره کوي ([5]).
د قصر لمانځه لپاره د سفر اندازه څومره ده؟
پوښتنه : د سفر ټاکل شوې اندازه څومره دى له کومې وروسته چې په لمانځه کې قصر کيژي؟ يعنې چې د څلورو فرضو پر ځاى دوه کيژي او که چيرته د سفر لمونځ په جماعت سره کولاى شي نو څو فرض به کوي؟ د سفر په لمانځه کې ټول رکعتونه يعنې پوره لمونځ کيژي او که يوازې فرض کيژي؟ تر څو ورځو پورې چې قيام وي نو پوره لمونځ به نکيژي؟ به دې باره کې حکم څه دى؟.
ځواب : مسافرانه لمونځ په ٤٨ ميله باندې کيژي، يعنې چې يو څوک خپل کلى پريژدي او د ٤٨ ميله سفر کولو اراده يې کړې وي نو قصر دى، او په سفر کې چې کله په جماعت سره لمونځ کيژي نو قصر کيژي، البته که چيرته د لمانځه ورکونکى مقيم وه نو د هغه شا ته مسافر ته هم د پوره لمانځه کول پکار دي ([6]).
که يو څوک د سفر پر مهال لمونځ اداء نکړي نو د اقامت په وخت کې به يې څه ډول اداء کوي
پوښتنه : که چيرته له يوه کس نه د سفر پر مهال لمونځ قضاء شي نو آيا داسې کس چې خپل ځاى ته ورسيژي نو هماغه لمنځونه به قصري اداء کوي او که به يې پوره اداء کوي؟.
ځواب : که چيرته په سفر کې د هماغو لمنځونو وخت ختم شوى وي او اداء کړي يې نه وي نو چې کور ته ورسيژي قصري به يې قضائي را ګرځوي ([7]).
که يو څوک د دوو يا څلورو ورځو لپاره نيت وکړي
پوښتنه : که يو څوک په يوه ځای د دوو يا څلورو ورځو لپاره نيت وکړي خو کار يې تر سره نشي، بيا د دوو څلورو ورځو نيت وکړي بيا يې کار تر سره نشي او بيا د دوو څلور ورځو نيت وکړي، په همدې طريقه پرې له پنځلسو ورځو زياتې ورځې تيری شي بيا يې حکم څه دی؟
ځواب : تر څو چې په يوه وار د پنځلسو ورځو نيت ونه وکړي تر هغه به قصر کوي، که په داسې حالت کې پرې له پنځلسو ورځو زياتې هم تيرې شي پروا نلري ([8]).
په ښار کې دننه په موټر کې دوه رکعته کول
پوښتنه : يو شمير خلک ليدل کيژي يوه نيمه دوه بجې له کور څخه راووځي او د ماسپښين لمونځ په اډه (د موټرو په تم ځاى) يا په موټر کې اداء کوي، يوازې دوه رکعته، آيا دا صحي دى؟.
ځواب : کوم وخت چې موټر له ښار څخه د باندې ووځي نو په دې وخت کې مسافر کيژي، په ښار کې دننه په اډه (د موټرو په تم ځاى) يا په موټر کې دوه رکعته کول غلط دي ([9]).
([1]) فتاوى رحيميه، ٥ : ١٦٦، بحواله : فتاوى هنديه، باب صلاة المسافر، ج : ١، ص : ١٤٢، وکذا في المحيط : ولا قصر في السنن.
([2]) تعليم الاسلام، څلورمه برخه : ٥١.
([3]) آپکى مسايل اور انکا حل، ٤ : ٧٧، بحواله : ردالمحتار، ج : ٢، ص : ١٢٣، باب صلاة المسافر، فتاوى رشيديه، تاليف حضرت ګنګوهي F مشموله تاليف رشيديه، ص : ٣٥٨.
([4]) خير الفتاوى، ٢ : ٦٦٩، بحواله : نورالايضاح مع مراقي الفلاح، ص : ٢٣٢.
([5]) تعليم الاسلام، څلورمه برخه : ٥٢.
([6]) آپکى مسايل اور انکا حل، ٤ : ٧٨، بحواله : درمختار، ج : ٢، ص : ١٢١، باب صلاة المسافر، ايضا فتاوى قاضي خان، ج : ١، ص : ١٦٤، باب صلاة المسافر، الهداية، ج : ١، ص : ١٦٦، باب صلاة المسافر.
([7]) خير الفتاوى، ٢ : ٦٧١، بحواله : شامي، ج : ١، ص : ٥٨٨.
([8]) تعليم الاسلام، څلورمه برخه : ٥٢.
([9]) آپکى مسايل اور انکا حل، ٤ : ٧٩، بحواله : عالمګيرية، ج : ١، ص : ١٣٩، کتاب الصلوة، الباب الخامس عشر في صلاة المسافر.


















