بغلان بريد: د وژل شويو او ټپي شويو نظاميانو شمير له سلو اوښتی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غویی ۱۶)

پرون د بغلان ولايت په امنيه قومندانۍ موټربم بريد او وسله واله حمله وشوه چې لسګونه پوليسو ته پکې مرګ ژوبله واوښته.

د دفاع وزارت وياند نصرت رحیمي وايي، د بغلان په پرونۍ حمله کې ديارلس پوليس وژل شوي او پنځه ديرش تنه نور ټپيان دي.

په عين حال کې امنيې قومندانۍ ته نږدې باوري سرچينې وايي، د وژل شويو او ټپي پوليسو، حکومتي کارمندانو او منسوبينو شمير تر هغې ډير لوړ دی چې چارواکي او دفاع وزارت يې اعلانوي.

طالبانو د بريد مسؤوليت ومانه او وياند يې وويل، چې لومړۍ چاودنه  د هاموي ټانګ څخه په استفاده د یوه سرتيري بريدګر له خوا د امنيه قومندانۍ په منځ کې ترسره شوه چې د ودانۍ ډيره برخه يې ونړوله او لسګونه عسکرو ته پکې مرګ ژوبله واوښته.

دغه راز له موټربم وروسته یادې ودانۍ ته بريدګر داخل شول چې د طالبانو په وينا څلور تنه و، په سپکو او درنو وسلو مجهز و زياتوي دغه بريدګرو شپږنيم ساعته جګړه وکړه چې په ترڅ کې يې تر اتيا تنو مهم قومندانان، افسران، استخباراتي کارکوونکي، پوليس او عسکر وژل شوي او له شپيتو زيات ټپيان شوي دي.

دا چې چاودنه ډيره قوي وه او طالب بريدګرو هم په امنیه قومندانۍ کې مهم ځايونه په نښه کړي ويل کيږي د دولتي ځواکونو لسګونه رينجر او هاموي ټانګونه زيانمن شوي او د هغوی د وسلو ډيپوګان له منځه تللي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button