روژه او روغتيا، دنيوي او اخروي ګټې يې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غویی ۱۶)
روژه چې په کال کې يو ځلې په مسلمانانو فرض ده او ډيره مبارکه مياشت ده چې د روژې نيولو دنيوي او اخروي ګټې تر اندازې زياتې دي چې د ساينس د پرمختګ سره لا هم د روژې ګڼې ګټې مخې ته راځي.
دا چې روژه له اتو تر اتسلو ساعتونو پورې وي نو روغتياپالانو د روغتيا له نظره په څو برخو تقسيم کړې چې د انسان بدن ته ګټه لري.
روغتيايي څيړونکي وايي، کله چې یو مسلمان پېشمنی وکړي نو تر اته ساعته خوراک وروسته يې د هاضمې سيستم لا ښه فعاليت کولای شي، ځکه معده او کولمې په اتو ساعونو ټول هغه څه هضوي چې په پيشمني کې خوړل شوي وي.
په دغه موده کې خوراک څښاک نه کيږي، د انسان وجود د اړتيا وړ انرژۍ پخپله بدن کې صورت نيسي او هغه وازدې چې په بدن کې زخيره شوې وي په سالمه توګه ويلي کيږي او له منځه ځي.
دوی وايي، د روژې له درې يمې تر اوومې ورځې د انسان بدن له لږ خوراک او لږې انرژۍ مصروفو سره عادتيږي، د انسان د مايعاتو د کموالي له کبله بدن خوله کوي، د بدن شکره لويږي نو ځکه بايد د روژه ماتې او پيشمني پر مهال کم تر کمه دوه ليتره مایعات وڅښل شي.
دغه راز له اتمې ورځې څخه بيا تر پنځلسمې روژې پرې په پوره توګه له روژې سره عادت کيږي چې د انګلستان د کيمبريج پوهنتون یو ډاکټر او څيړونکی رازين محروف وايي، په عادي وخت کې انسان ډير خوراک کوي چې معده له دغه خوراک څخه مضر مواد ليرې کوي خو په وينا يې د روژې په مياشت انسان کم خواړه خوري او د دې پر ځای چې هاضمې سستم او د بدن دفاعي غړي خپل وخت د خوړو په تجزيه کولو تير کړي؛ په بدن کې نورې دندې سرته رسوي د ګڼو ناروغيو په مقابل کې مبارزه کوي.
روغتياپالان وايي، له شپاړلسمې تر ديرشمې روژې پورې د انسان لويې کولمې، پختورګي او پوستکی له زهري موادو نجات پيدا کوي او نوموړی ډاکټر وايي په تيره شوې موده کې د بدن غړي له کم خوراک سره عادت شوي وي نو په بدن کې د ضررناکو شريانو پر وړاندې په لوړه سطحه مبارزه پر مخ وړي چې ورسره په ښه طريقه د انسان وزن کميږي او په بدن کې زهري مواد له منځه ځي.
نبي عليه السلام فرمايلي دي، په روژه کې د انسان د هر نيک عمل په مقابل کې نيکي زياتيږي او د يوې نيکې په بدله کې له لسو څخه تر اوي ځلو پورې نيکۍ ورکول کيږي.
– په روژه کې د دوزخ دروازې بندې وي، روژه د دوزخ د اور لپاره ډال دی، د ليلة القدر شپه پکې ده چې د زرو شپو څخه غوره ده، روژه د انسان ګناهونه رژوي او انسان له بدو خبرو، شور او جنګونو څخه خلاصی مومي، ټول مخکيني ګناهونه بخښل کيږي، د روژې په میاشت کې الله تعالی د مؤمن رزق زياتوي او دغه د صبر او ثواب مياشت ده او د صبر بدله جنت دی.



