کابل ټکی کام ( دوشنبه، ۱۶ غوايي ، ۱۳۹۸ل)
د ګډحکومت دسولې ترنامه لاندې عالي شورا د روژې په مناسبت خپل خپاره کړي پیغام کې له دولت او طالبانو د اوربند تر څنګ غوښتنه کړې چې د ښه نیت ښودلو په موخه د زندانیانو د خوشې کولو لپاره ګډ کمیسیون جوړ کړي.
د یادې شورا له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه شورا د افغانستان له ټولو خلکو غواړي چې د سولې په راوستلو کې د هېواد په بېلابېلو سطحو، ولسواليو او برخو کې خپلو هڅو ته ادامه ورکړي. د سولې عالي شورا په کابل کې د سولې مشورتي لويې جرګې د پرېکړو تود هرکلي کړی دی او له دولت او د طالبانو له تحريک څخه یې غوښتنه کړې چې د افغانستان د خلکو غږ ته لبيک ووايي.
یادې شورا له دواړو غاړو د اوربند غوښتنه هم کړې ده.
څو ورځې وړاندې په کابل کې جوړې شوې لویې جرګې هم داوربند غوښتنه کړې وه، چې وسلوالو طالبانو دامریکایانو وجود ته په اشارې داوربند غوښتنه رد، اوخپلې مبارزې ته یې دمشروعیت په ورکولو سره ددوام اعلان وکړ.
















