فراه: خونړیو بمباریو درنده ملکي مرګ ژوبله رامینځته کړې

کابل ټکی کام ( دوشنبه، ۱۶ غوايي ، ۱۳۹۸ل)
تېره ورځ د فراه ولایت د بکوا ولسوالۍ په یو شمېر سیمو کې د سختو خونړیو بمباریو له امله څه کم سلو ولسي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتي ده.
د ګډحکومت دبکواه ولسوال عبدالغفورمجاهد هم دامرګ ژوبله تائیدکړې اوویلي یې دي، د بهرنیو او کورنیو ځواکونو په ګډ بمبار کې چې تیره ورځ د دغې ولسوالۍ په آشکین، چربک او نورو سیمو کې ترسره شوې؛ د۵۰ په شاوخوا کې ولسي کسان شهیدان شوي دي.
نوموړی وړاندې زیاتوي، په وژل شویو کې د یوې کورنۍ شپږ غړي دي چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي.
بل پلو د فراه امنیه د قومندانۍ ویاند محب الله محب، دغه سخت بمبار تائید کړی چې په وینا یې د بهرنیانو په مرسته ترسره شوی، خو ادعا یې کړي چې په نښه شوي وګړي ټول طالبان دي.
خو د سیمې عام خلک بیا دا ادعا پروپاګند بولي او زیاتوي چې د پیښې پر مهال، په یادو سیمو کې هیڅ وسلوال طالب شتون نه درلود.
ځایي خلک وایي، الوتکو د بکوا ولسوالي په نداشکین، چربک، پنجشنبي بازار، شنبي بازار، پلوشي، نیک محمد دکانو او سپين کاریز سیمو کي د ملکي خلکو کورونه، باغونه، او کروندې له یوې مخي تر سخت بمبار لاندي ونیول، چې په وینا یې له توپیر پرته یې هرڅه په نښه کړي او خورا دروند انساني او مالي زیان یې رامنځ ته کړ.
چي په وینا یې تراوسه د ښځو او ماشومانو په ګډون ۵۱ تنه شهیدان او ۲۶ زخمیان له خاورو او لوټو څخه را ایستل شوي، د خلکو په وینا ویره شته چې تلفات تر دې هم زیات شي.
په دې وروستیو کې ګډو ځواکونو دملکي وګړو بمبارول خپل اولویت بللی، دهېوادپه لر اوبر کې دعامو وګړو وژنه په بې ساري ډول زیاته شوې، یوناما هم په خپل آخري راپور کې دملکي وګړو د وژنې اکثره سلنه په ګډو ځواکونو ور اچولې وه.



