سرحدي پوليس: له لوږې د غره سابه خوري او تنخواه يې هم نه ورکول کيږي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غویی ۱۷)
په کنړ کې د پاکستان پولې ته نږدې سرحدي پوليس وايي، چې له ډيرې مودې راهيسې خوراکي توکي نه دي ورکول شوي او د لوږې له لاسه يې د غرو سبو خوړلو ته مخه کړې ده.
دغه پوليس چې په ناوه پاس او غاښي کنډو کې دندې لري وايي، د خوراکي توکو نه شتون د لوږې له ګواښ سره مخ کړي زياتوي په دې اړه څو ځلې غوښتنې کړي هو هیچا يې مثبت ځواب نه دی ورکړی.
دغه راز پوليس وايي، د سيمې د اصولو له مخې په هرو پنځو مياشتو کې بايد په يادو سيمو کې پولیس بدل شي خو زياتوي څو مياشتې کېږي چې همدوی پکې پراته دي او هيڅوک يې غږ نه اوري.
همدارنګه یاد پوليس شکايت لري چې له تيرو شاوخوا پنځو مياشتو راهيسې يې تنخواګانې نه دي ورکول شوي او دا چې روژه هم رانږدې ده ضرورتونه هم زيات وي خو دولت يې تنخواګانې بندې کړي دي.
له بله پلوه په ختيځ زون کې د سرحدي پوليو قومندان ايوب حسين خيل وايي، چې دوی به په دې اړه ژر اقدامات وکړي او هغه پوليس چې وخت يې ډير شوی وي بدل او اکمالات به ورته ورسول شي.
دا لومړی ځل نه دی چې سرحدي پوليس د خوراکي توکو د نه شتون له کبله شکایت کوي بلکې تر دې وړاندې هم ورته ډول ډيرې پيښې شوي چې پوليس د خوراکي توکو د نه شتون له کبله د غره واښه خوري، له کورونو وظيفې ټولوي او یا هم په پخوانۍ وچې ډوډۍ خوړلو ګذاره کوي.
ډير کله داسې راپورونه ورکول شوي چې د پوليسو په خوراکي توکو کې پراخ فسادونه شوي چې پوليسو ته د خوراکي توکو د نه رسيدو له کبله په زياتره سيمو کې پوليسو خپلې پوستې پريښي او د طالبانو لاسته لويدلي او دغه راز په ځينو سيمو کې يې خپلې پوستې په لوی لاسته طالبانو ته خوشې کړي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې مخکې د خوراکي توکو قرارداديانو په پوليسو او دولتي کارمندانو د خرو او سپيو غوښې خوړلي دي.


