کابل ټکی کام ( سه شنبه، ۱۷ غوايي ، ۱۳۹۸ل)
د رسنیو دراپورله مخې، له ډېرې مودې وروسته دقطر اوبحرین مشرانو په ټلفون له یوبل سره خبرې کړي.
د قطر رسمي سرچینو ویلي چې د بحرین لومړي وزیر خلیه بن سلمان ال خلیفه په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د خلیج د جنجال له رامنځته کېدو وروسته د لومړي ځل لپاره د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثاني سره پر ټلفون خبرې کړې دي او هغه ته یې د روژې مبارکې میاشتې د رارسېدو له امله خپلې نیکې هیلې وړاندې کړې دي.
دا په داسې حال کې ده چې بحرین په دې وروستیو کې هڅه پیل کړې څو له خپلو ټولو ګاونډیو هېوادونو سره اړیکې روغې کړي.
د ویلو ده چې د ۲۰۱۷ میلادي کال د جون په پنځمه نیټه سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، بحرین او مصر په ګډون د خلیج ځینو هیوادونو قطر ددوې په کورنیو چارو کې په مداخلې، ایران سره په اړیکو او تندلارو ډلو نه په ملاتړ تورن کړی وو او ورسره یې هر راز اړیکې پرېکړې وې.
ددې خبرو په اړه لاهم جزئیات ندي څرګندشوي، چې نوموړو په خپلو خبرو کې په کومو موضوعاتو خبرې کړي دي.


















