کابل ټکی کام ( چهار شنبه، ۱۸ غوايي ، ۱۳۹۸ل)
له اوږدو بحثونو وروسته امریکا عراق په دې قانع کړی ترڅو یوشمېر امریکايي سرتیري په عراق کې پاتې شي.
امریکا وایي عراق منلې چې یو شمېر امریکايي ځواکونه به په یاد هېواد کې پاتې کېږي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو تېره شپه ناوخته عراق ته سفر کړی دی او هلته یې له عراقي چارواکو سره کتلي دي.
دده په خبره عراقي چارواکو ورسره منلې چې یو شمېر امریکايي ځواکونه به په عراق کې پاتې کېږي ځکه دا به یاد هېواد نور هم امن کړي.
د پمپیو په وینا په سیمه کې د ایران تحرکات اندېښمنوونکي دي نو ځکه د عراق د امنیت لپاره د ځواکونو حضور ته اړتیا لیدل کېږي.
بل پلو سپینې ماڼۍ ویلي چې د ایران ځینې تحرکات خطرناک دي نو ځکه یې سترې بېړۍ او بي ۵۲ الوتکې په خلیج کې ځای پر ځای کړې دي.
په دې اړه تراوسه ایران اونورو خلیجي هېوادونو کوم غبرګون ندی ښودلی، خو یوڅه موده وړاندې دعراق ولسمشر له امریکا څخه غوښتي و چې نور دلته امریکايي سرتېرو ته اړتیا نه لیدل کېږي؛ باید له عراق څخه په کلي ډول ووځي.
















