دکډوالو وزارت: ایران دې دکډوالو له مجبوریته سیاسي استفاده نه کوي

کابل ټکی کام ( پنج شنبه، ۱۹ غوايي ، ۱۳۹۸ل)

وروسته ترهغې چې ایران دخپل اقتصادي ضعف په صورت کې دډلییزو افغان کډوالو دشړلو ګواښ وکړ، دکډوالو وزارت په دې اړه توند غبرګون ښودلی.

د هېواد د کډوالو او بېرته را ستنېدونکو چارو وزارت له ایرانه غوښتنه کړې چې د کډوالو مسئله دې نه سیاسي کوي او په ډله ییز ډول دې افغانستان ته د افغان کډوالو له ستنولو څخه ډډه وکړي.

د یاد وزارت ویاند محمد رضا باهر ویلي، د کډوالو مسئله یوه بشري مسئله ده او باید په همدې بڼه ورسره چلند وشي. نوموړی د کډوالو د راستنېدو په اړه دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال عباس عراقچي ویلي چې د امریکا د بندیزونو له امله ممکن میلیونونه افغان کډوال افغانستان ته ستانه کړي.

 عراقچي زیاته کړې چې همدا اوس درې میلیونه افغان کډوال په ایران کې ژوند کوي او که چېرته ورباندې د امریکا لخوا بندیزونه ډېر کړل شي نو دوی به په ډله ییزه توګه دا کډوال له خپلې خاورې وباسي.

دافغانستان ګاونډي هیوادونه له افغان کډوالو همېش سیاسي استفاده کوي، هروخت چې له کوم مشکل سره مخ کېږي؛ زور یې له کډوالو باسي، ایران اونورو هېوادونو تردې وړاندې هم افغان کډوالو ته دشړلو ګواښونه کړي وو.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button