شاهد افریدي وایي، خپلې لورانې له کوره بهر لوبو ته نه پریږدي

کابل ټکی کام ( پنج شنبه، ۱۹ غوایي، ۱۳۹۸)
د پاکستان د ملي لوبډلې تکړه لوبغاړی او د دې لوبډلې پخوانی لوبډلمشر وایي چې خپلې لورانې له کوره بهر لوبو ته نه پریږدي.
افریدي چې د خپل ژوند په اړه یو کتاب لیکلی، په هغه کې یې دا خبره کړې ده.
د افریدي په وینا که د ښځو د حقوقو فعالانې هر څه ووایي، دی به لورانو ته اجازه ورنکړي چې بهر د خلکو په مخ کې لوبې وکړي.
شاهد افریدي تر دې وړاندې هم له جیو تلویزون سره په یوه مرکه کې ویلي وو چې د ښځو د کرکټ هېڅ ملاتړ نه کوي او په وینا یې چې ښځې باید په کور کې پخلی وکړي.
شاهد افريدي په خپل کتاب کې لیکي چې زما لوڼې د درسو ترڅنګ په لوبو کې هم تکړه دي خو دی د باندې د وتلو اجازه نه ورکوي.
دی وایي، زما میرمن هم په دې کې له ما سره موافقه ده.
افریدي وایي چې دا پرېکړه یې د ځینو اسلامي او کلتوري دلائلو له کبله کړې ده.
د یادونې وړ ده چې شاهد افریدي په خپل دې لیکلي کتاب کې د ځینو لوبغاړو په اړه هم څرګندونې کړي چې په ټولنیزو رسنیو کې یې جنجالونه راپارولي دي.



