روسیه له خپلې خاورې دوه سویډني ډیپلوماټان شړي

کابل ټکی کام ( پنج شنبه، ۱۹ غوايي ، ۱۳۹۸ل)
د سویډن د بهرنیو چارو وزارت وایي چې روسیه غواړي دوه ډيپلوماټان یې له خپلې خاورې وشړي. دوی وايي، مسکو وروسته تر دې دا ګام پورته کوي چې استاکهلم د روسیې دوو ډیپلوماټانو ته د ویزې له ورکولو ډډه وکړه.
د دغو دوو هېوادونو ترمنځ تر دې مخکې هم یوه ډیپلوماټیکه لانجه پیښه شوې وه، هغه دا وه چې سویډن په روسیې تور پورې کړی وو چې روسیه په سویډن کې جاسوسي کوي.
د سویډن د بهرنیو چارو وزارت پرون وویل، د سویډن له دوو ډیپلوماټانو غوښتنه شوې چې د روسیې له خاورې ژر تر ژره ووځي او دوی د روسیې پر دې پرېکړه خواشیني دي.
روسیې تردې دمه ددې ګام علت ندی ښودلی.
خوسویډن یې انتقامي ګام بولي.



