پاکستان: دبلوچستان په هرنايي سیمه کې وسلوال برید مرګ ژوبله اړولې

کابل ټکی کام ( پنج شنبه، ۱۹ غوايي ، ۱۳۹۸ل)

پاکستان کې د بلوچستان په هرنایي نومي سیمه کې  په یو وسله وال برید او چاودنه کې د ایف سي ځواک د دوه سرتېرو په ګډون پنځه کسان وژل شوي دي.

د چارواکو په وینا دا دواړه پېښې نن سهار وختي رامنځته شوې دي. چارواکو ویلي نن سهار په همدې سیمه کې د سکرو په کان کې دوه تنه کارکوونکي په ډزو وژل شوي او کله چې د ایف سي ځواک موټر سیمې ته روان وو ورباندې چاودنه شوې ده او پکې سپاره دوه سرتېري وژل شوي دي.

 ویل کېږي چې یو بل عام وګړی هم د همدې چاودنې له امله وژل شوی دی. د یاد برید پړه تر اوسه کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.

څو ورځې وړاندې ډیورنډ ته څېرمه دپاکستاني ځواکونو په یوه پوسته هم بریدشوی وو، درسنیو په حواله دې برید درنده مرګ ژوبله اړولې وه چې پړه یې یوې پاکستانۍ وسلوالې ډلې پرغاړه اخیستې وه، خودننی بریدمسئولبت لاهم کومې ډلې ندی منلی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button