د کښتۍ ډوبيدو پيښه کې پنځوس تنه مړه شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غویی ۲۱)

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو اداره وايي، د مديترانې بحيرې په اوبو کې د يوې کښتۍ ډوبيدو له امله پنځوس کسان مړه شوي او شپاړلس تنه نور ژغورل شوي دي.

خو د تونس هيواد رسنۍ ليکي، په ياده پيښه کې اويا کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

تر اوسه معلومه نه ده چې دغه مړه شوي کسان د کومو هيوادونو اتباع دي خو د افغانستان په شمول د منځنۍ اسيا او نورو اسيايي هيوادونو وګړي په لويو او کوچنيو کښتيو کې د مديترانې سمندر له لارې اروپا ته ځي چې وخت ناوخت د ورته ډول پيښو سره مخ کيږي.

د يادونې ده، چې په افغانستان کې د فقر او بې کارۍ له کبله ډيری افغانان د اروپا په تکل په سختو قاچاقي لارو وتلي چې سلګونو کسانو په اوبو کې د ډوبيدو، په لارو کې د غلو او بيلابيلو هيوادونو د پوليسو له خوا په ډزو وژل شوي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button