امريکا د افغان ځواکونو پيسې مکسيکو سره پر ديوال جوړولو لګوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غویی ۲۱)

رويټرز اژانس خبر ورکړی چې د امريکا د د فاع وزارت سرپرست پاتريک شناهان د مکسیکو سره پر پوله د ديوال جوړولو لپاره ۱،۵ميليارده ډالره تصويب شول.

شناهان په يوه خپاره کړي بيان کې ويلي، د مکسيکو ديوال جوړولو پيسې له بیلابيلو سرچينو ترلاسه شوي دي.

یوه امريکايي چارواکي له نوم څرګندولو پرته یادې سرچينې ته ويلي، چې د دغه ديوال لپاره د دفاع وزارت پيسو کې شپږسوه څلور سوه ميليون ډالره هغه دي چې د افغان ځواکونو لپاره ځانګړې شوې وې.

د یاد امریکايي چارواکي په وينا، یادې پيسې د افغان امنيتي ځواکونو اړوند تړونونو کې له سپما ترلاسه شوي زياتوي چې تر دې مخکې هم د افغان ځواکونو له پيسو ګټه اخيستل شوې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې له تيرو څو مياشتو راهيسې امریکا او طالبان د افغانستان جګړې ختمولو لپاره په خبرو بوخت دي.

امریکا غواړي چې له افغانستانه خپل پوځيان اوباسي او له دغه هيواد سره پوځي مرسته کمه کړي.

په وروستيو کې د امريکا ډيری وګړي له افغان جګړې ناراضه شوي او غواړي چې له دغه هيواده يې په سالمه توګه پوځيان و ايستل شي او افغان جګړې ته د پای ټکی کېښودل شي.

د شنونکو په باور که  امریکا له افغان حکومت سره خپل مالي ملاتړ کم کړي نو ښايي حکومت د څو مياشتو لپاره هم پاتې نه شي ځکه چې د اوسني حکومت ټوله امکانات امريکا وربرابر کړي او امريکايي وګړي هم د دغه جګړې مخالف شوي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button