پروان : زوي د مور په ملتیاخپل پلار وژلی

کابل ټکی کام  (یکشنبه، مرغومی ۲۲مه، ۱۳۹۴ ل):

د پروان ولایت باګرام ولسوالۍ كې تېره شپه يو تن د خپلې كورنۍ د غړو له لوري وژل شوى دى .

د بګرام ولسوالۍ ولسوال عبدالشکور قدوسي نن ورځ رسنیو ته ته وويل، چې تېره شپه په ياده ولسوالۍ کې يو تن ۶۰ کلن پلار د خپلې كورنۍ د غړو له لوري په ښكاري ټوپك ويشتل شوی .

قدوسي زیاتوي، د دغه قتل په تور د نوموړي مېرمن او يو زوى نيول شوي دي : « مېرمنې يې له خپل زوى سره په خپل كور كې په چره ييز ټوپك ويشتلی، دوى دواړه اوس نيول شوي او له موږ سره دي.

باید وویل شي، چې د تېرو کلنو په پرتله سږ کال د پروان ولایت کې د نا امنيو او خپلسرو وسلوالو جنايي جرمونه زیات شوي دي .

سليم بریال

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button