شنبه, مې 2, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home خبرونه راپور تاژ

دوستم ولې خفه شوی دی، د پردې تر شا څه تېریږي؟

توریالي خان نشرونکی: توریالي خان
جنوري 12, 2016
کټګوریانې: راپور تاژ
0
7
ځلې شریک شوی
83
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

دا هم ولولئ

د مالي جکړه؛ د حکومت او مخالفینو متضاد دريځونه-پوځ وسله والو ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي

ایران او امریکا؛ د لسیزو شخړه او د سیمې د ځواک توازن

د امریکا -ایران اړېکې او د بې باورۍ تر سیوري لاندې سیاست! :

کابل ټکی کام (سه شنبه ۲۲ مرغومي ۱۳۹۴ ل) عبدالله هاشمي
د دولتي چارواکو له خولې!
د جمهور رئيس لمړۍ معاون جنرال دوستم نه تر سترګو کیږي. هغه نه د کابینې په جلسو کې ښکاري او نه د امنیت په شورا کې مخې ته راځې او نه هم له جمهور رئيس سره یوځای لیدل کيږي. په مطبوعاتو کې هم د ماشومانو د شیطان چراغ غوندې مړ (ګل) دی. داسې ښکاري چې د جنرال دوستم (چې په نړی کې تر ټولو بې سواده لوړپوړۍ چارواکۍ دی) او د ع غ ترمنځ د اختلافاتو کچه ډېره لوړه شوې ده.
د دوستم غیابت هغه وخت رسنیز شو چې نوموړۍ په سترو غونډو کې نه شو تر سترګو، خصوصاً هغه درې سترې ودانۍ چې پرانستنه یې کېدله دوستم پکې حضور نه درلود. کله چې د پارلمان نوې ودانۍ د لوړپوړو حکومتي چارواکو له لوري پرانستل شوه، د جمهور رئیس لمړۍ مرستیال چې د راتلو تمه یې کېده، همداسې غیب وو. همدارنګه (دا بې سواده، او بې واکه) لمړۍ مرستیال د دوه نورو ودانیو په پرانست غونډو کې، چې د وزارت دفاع او د کورنیو چارو وزارت ودانۍ جوړې شوې، هم تر سترګو نشو.
د ټاپي پروژې د رسماً لاسلیک کولو سره سمدلاسه، دولت ددې لپاره ډېر تبلیغات په کار واچول مثلاً مشاعرې او غونډې یې جوړې کړې چې پدې کې هم لوړ پوړو چارواکو ګډون کاوه خو د دوستم غریب جوسه بیا هم پکې نه ښکاریده.
کله چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله له یوې سترې بریا سره خپل ملک ته راوګرځېدله، نو لوړپوړو چارواکو يې دروند هرکلۍ وکړ خو هلته هم دوستم نه شو ښکاره، (دوستم بې چاره).
ویل کېږي چې دا کیسه هغه وخت منځ ته راغله کله چې جنرال دوستم شمال ته د طالبانو د ځپلو لپاره ولاړ او هلته یې ناروا ظلمونه ترسره کړل، کله چې دی بېرته کابل ته راستون شو نو ولسمشر خپلې ماڼۍ ته راوغوښت، خو هغه ورسره ونه منله او ورته یې وویل چې ولسمشر دې دفتر ته ورشي او دده احوال پرسي دې وکړي، بیا هغه وو چې دا خبره پاتې شوه. درې ورځې وروسته جنرال دوستم د غني دفتر ته ورغۍ او هلته د دواړو ترمنځ شخړه رامنځ ته شوه، نږدې وه چې دوستم په غني راباندې کړي خو هلته موجود امریکايي چارواکي ته دې (بې خیري) وي ځينې خلاص کړ او دوستم یې وګواښه چې داسې کار ځينې ونشي ګڼي ورته ښه به نه وي.
شخړه په څه رامنځ ته شوه؟
دوستم غوښتل چې یو ځل بیا په شمال کې خپله ملېشه رامنځ ته کړي خو امریکايي ځواکونو یې د اعاشې ذمه په غاړه نه اخیسته او نه هم د بې چاره غني کمزوري دولت ددې صلاحیت درلود چې داسې کار دې وکړای شي، ځکه هلته یو بل ښامار عطا محمد نور، چې ډاکټر (شوقي) عبدالله عبدالله یې په کابل کې په دنده ګمارلۍ دی، پروت دی، هغه دوستم په شمال کې نشي زغملای ځکه چې هلته به غلاوې د دواړو ترمنځ نیمې شي.
دوستم غریب چې څه دپاسه ۴۰۰ ساتونکي لري او تر پنځوس موټرو پورې له ده سره د امنیت په خاطر ګرځي، هره میاشت تقریباً درې سوه لکه افغانۍ مصارف لري، هم بې چاره دولت یې نشي پوره کولای، نو ځکه هم اقتصاد پوه غني له هغه وغوښتل چې امنیت به یې د کورنیو چارو وزارت په غاړه واخلي او دی دې خپل ساتونکي رخصت کړي چې پدې سره دوستم دومره خفه شوی دی چې غني ته یې په تلفون سختې ښکنځلې کړي دي، د بعضو چارواکو په خوله چې هغه یې په مرګ هم ګواښلۍ دی.
له دې وروسته دولت د دوستم د ساتونکو تنخوا او اعاشه بنده کړله او هغه ته یې څلوېښت دولتي پولیس منظور کړي دي چې ددې لوی… ساتنه به کوي، خو وارخطا دوستم په دولتي پولیسو څه باور لري، هسې نه چې پدې پولیسو کې د طالبانو نفوذي کس وي، بیا یې څوک ذمه وار دی.
د دوستم د خفګان بله وجه داده هغه غواړي چې دولت باید درې سره شي، د ع غ سره یو بل ع: عبدالرشید دوستم اضافه شي او د دفاع وزارت ته د ده ځوی معرفي شي، خو ع او غ یې چېرته مني، او نه غواړي چې یو بل سردرد هم پیدا کړي.
له دې سره سره اصلي اختلافات له هغه وخت څخه راشروع شوي دي کله چې دوستم له غني وغوښتل چې د دفاع او کورنیو چارو وزارت تر څنګ دې یو بل ارګان هم منځ ته راشي چې د لمړي مرستیال قطعه نوم دې ورکړي، او دا قطعه به یوازې د طالبانو په خلاف جګړه کوي، خو غني چې ځان ته تر بل هرچا ډېر هوښیار وايي؛ کله دا څویم ښکاره حماقت ته (او کې) ویلای شي.
د جنرال دوستم نږدي ملګرو دا ناپوه هغه وخت پوه کړ چې دولت پر هغوی اعاشې او تنخواګانې ودرولې، هغه یې پدې پوه کړ چې هېڅ صلاحیت ندی ورکړل شوی، او ورته یې وویل چې غني یوازې ځان درباندې ورسولو نور یې همداسې په ډاګ پرېښی یې، یوازې په سپورټي برخو کې یې هغه ته د اولمپيک ریاست په چوکاټ کې صلاحیت ورکړی دی، نو د پښتانه خبره دی دا صلاحیت اوس…که څه پرې وکړي. د پیسو او غلاوو چوکۍ ټولې عبدالله نیولي دي.
د حکومت په لمړي سر کې دوستم په ډېر شوق سره منډې ترړې وکړې، هرې سپورټي مقابلې ته به ناست وو، ځوانان به یې تشویق کول، توپونه به یې ورته اخیستل، چېرته به چې چاودنه وشوه، فلمي کامرو ته به یې ځان ورورساوه، همدارنګه د جنګ لمړۍ لیکو ته هم ولاړ چې له خپل دولت سره اوږه په اوږه ولاړ دی، خو چا تقدیر نکړ.
په لویه جرګه کې هم پرون د دوستم ملګرو یو اواز پورته کړ چې غني ته یې رایې ورکړي دي خو د هغه له لوري ورته هېڅ توجه نه کيږي او نه هم ددوی ګوند ته کوم صلاحیت ورکړل شوی دی.
ګورو چې نور به څه پيښيږي؟

مخکینې مطلب

لغمان: مهترلام کې پر امریکايي عسکرو مرګونی برید شوی دی

بل مطلب

پروان : زوي د مور په ملتیاخپل پلار وژلی

ځانګړي مطالب

راپور تاژ

د مالي جکړه؛ د حکومت او مخالفینو متضاد دريځونه-پوځ وسله والو ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 27, 2026
راپور تاژ

ایران او امریکا؛ د لسیزو شخړه او د سیمې د ځواک توازن

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 24, 2026
راپور تاژ

د امریکا -ایران اړېکې او د بې باورۍ تر سیوري لاندې سیاست! :

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 22, 2026
خبرونه

فایننشل ټایمز: علي خامنه‌يي د بشپړې بریا تر شعار لاندې ۳۷ کاله ایران رهبري کړ

نشرونکی: ح جلال
مارچ 3, 2026
افغانستان

اسلامي امارت د ۲۰۲۵ لاسته‌راوړنې اعلان کړې؛ له نړیوال تعامل څخه تر بندونو، امنیت او ټولنیزو مرستو/ راپورتاژ

نشرونکی: ح جلال
دسمبر 31, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

د برېښنا شرکت رئیس او ترکي ۷۷ شرکت د انرژۍ پروژو پر چټکتیا خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

له جرمني د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه؛ د واشنګټن او اروپا ترمنځ اختلافات زیات شوي

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

سي‌اېن‌اېن: پاکستاني منځګړي د ایران له لوري د نوي وړاندیز چمتو کولو تمه لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

ولسمشرپزشکیان: د ایران پر وړاندې سمندري کلابندي د پوځي اقدام معنا لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۱۰۴۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

هلمند او ننګرهار کې اوبو کې ډوبیدو له امله د څلور مېرمنو په شمول اووه تنه مړه شوي

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

ایران او افغانستان د سرحدي سوداګرۍ پراختیا لپاره ۲۳ ماده‌ییز تفاهم‌لیک لاسلیک کړ

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • د کارګرو نړیواله ورځ؛ اسلامي امارت د کار فرصتونو د برابرولو هڅې کوي

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • ایران او افغانستان د سرحدي سوداګرۍ پراختیا لپاره ۲۳ ماده‌ییز تفاهم‌لیک لاسلیک کړ

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د برېښنا شرکت رئیس او ترکي ۷۷ شرکت د انرژۍ پروژو پر چټکتیا خبرې کړي

ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

له جرمني د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه؛ د واشنګټن او اروپا ترمنځ اختلافات زیات شوي

سي‌اېن‌اېن: پاکستاني منځګړي د ایران له لوري د نوي وړاندیز چمتو کولو تمه لري

ولسمشرپزشکیان: د ایران پر وړاندې سمندري کلابندي د پوځي اقدام معنا لري

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۱۰۴۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

هلمند او ننګرهار کې اوبو کې ډوبیدو له امله د څلور مېرمنو په شمول اووه تنه مړه شوي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com