مایک پمپیو د افغان سولې په اړه له پوتین سره لیدلي

کابل ټکی کام( چارشنبه، ۲۵، غوایي، ۱۳۹۸)

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د روس له ولسمشر پوتین سره لیدلي او په ګڼو موضوعاتو یې بحث سره کړی دی.

ټاس خبري اژانس ویلي چې دوی دواړه د نورو مسئلو تر څنګ په افغان سوله هم غږېدلي او په دې سلا شوي چې د دوی دواړو ګډه همکاري کولای شي افغانستان د ثبات څښتن کړي.

پوتین د افغانستان اوسنی حالت ډیر حساس ګڼلی او په وینا یې، چې طالبان اوس قوي او پیاوړي دي؛ نو د سولې خبرې اترې زیاتې مهمې دي.

مایک پمپیو په داسې حال کې له پوتین سره لیدلي چې څو ورځې وړاندې په قطر کې د طالبانو او امریکایي استازو ترمنځ شپږم پړاو خبرې پای ته ورسیدې او ویل کیږي چې په نږدو ورځو کې ښایي دواړه لوري یو ځل بیا د خبرو میز ته سره حاضر شي.

د شنونکو په اند چې ټرمپ غواړي د افغانستان جګړه په هر قیمت پای ته ورسوي چې دې هدف ته د رسیدو لپاره یې په دې وروستیو کې کوټلي ګامونه اخستل پیل کړي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button