د هواوې شرکت په وړاندې د امریکا د احتمالي اقدام په اړه چین غبرګون وښود

کابل ټکی کام( چهار شنبه، ۲۵غوایي، ۱۳۹۸)

د امریکایي رسنیو د راپور له مخې، ډونالډ ټرمپ په پام کې لري چې د چین د ټکنالوجۍ په مشهور هواوي شرکت باندې فشارونه وارد کړي.

د سرچینو په وینا چې ټرمپ د یو داسې پیغام په صادرړلو باندې بوخت دی چې له مخې به یې د امریکایي شرکتونو او هواوې شرکت تر منځ پرېکون رامنځته شي.

چین د امریکا د دې اقدام په وړاندې توند غبرګون وښود او د امریکا دا کار له شرمه ډکه کړنه بولي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګینګ شوانګ یوې خبرې غونډې ته د وینا پر مهال ویلي چې امریکا دې په هواوي شرکت د فشار راوستو نه لاس واخلي.

ګینګ په خپلو خبرو کې د چین په اړه د ټرمپ وروستیو څرګندونو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل چې د چین اقتصاد په خورا ښه ډول سره د پرمختګ په حال کې دی.

ډونالډ ټرمپ ویلي وو چې د چین اقتصاد له جدي ګواښونو سره مخ دی.

د ویاند په خبره چې چین له یو داسې اقتصاده برخمن دی چې د هر ډول اقتصادي فشارونو په صورت کې به پر دوی اثر ونکړي.

د یادونې وړ ده چې چین د امریکا لپاره په اوس وخت کې یو درد سر ګرځیدلی او د دې دواړو هیوادونو ترمنځ سخته اقتصادي جګړه روانه ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button