کابل ټکی کام ( چهار شنبه، ۲۵ غوايي ، ۱۳۹۸ل)
د ترکمنستاني رسنیو د راپورونو له مخې د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف له خپل ترکمنستاني سیال سره کتلي او په افغانستان کې پر روان وضعیت یې ورسره خبرې کړې دي.
دواړو لورو په افغانستان کې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت سوله مهمه بللې ده. ترکمنستان ویلي چې دوی د تل په څېر د افغانستان د سولې ملاتړي دي او په دې برخه کې یې په سیمه ییزه او نړیواله کچه هڅې کړې دي.
د سرچینې په وینا ترکمنستان په ځلونو پر دواړو لورو د مخامخ مذاکراتو غږ کړی دی او د کوربه توب ژمنه یې هم کړې ده.
ترکمنستان تر دې وړاندې هم له ملګرو ملتونو سره په ګډه د افغان سولې لپاره یو کنفرانس جوړ کړی و او ژمنه یې کړې چې دغه ډول کنفرانسونه به ادامه مومي.
دا په داسې حال کې ده چې دافغانستان دقضیې دسیاسي حل لپاره دامریکا اوطالبانو شپږم پړاو مذاکرات څو ورځې وړاندې پای ته ورسېدل، که څه هم ښکاره پایلې یې نه ترسترګوکېږي خودواړو لورو دیوشمېر پرمختګونو خبرداری ورکړ.
طالبان وايي چې داووم پړاو لپاره امادګي نیول شوې، اوداپړاو به په نږدې راتلونکي کې ترسره شي.

















