کابل ټکی کام( چهارشنبه، ۲۵غوایي، ۱۳۹۸)
نن په ارګ کې له کابل ولایت څخه ولسي جرګې ته د کامیابو شویو کاندیدانو د لوړې مراسم ترسره کیدل.
په دې مراسمو کې ولسمشر اشرف غني هم ګډون کړی وو او استازو ته یې خپله وینا واوروله.
د لوړې د مراسمو پر مهال اخستل شوي انځورونه ښیي چې څلورو کسانو په قران کریم لاسونه نه دي ایښي.
دا په داسې حال کې ده چې نورو ټولو استازو یو لاس په قران کریم ایښی او په بل لاس کې یې کاغذ نیولی خو دې څلورو تنو په دواړو لاسونو باندې کاغذ نیولی دی.
په ټولنیزو رسنیو کې دې انځورونو ته ډول ډول غبرګونونه ښودل شوي او تبصرې پرې شوي دي.
د اتل افغان په نوم یوه فیسبوکي لیکلي: “اصل کار یې کړی. دوی وایي، یو خو روژه ده او بل په روژه کې قسم کول او بیا یې ماتول شاید ډیره بده وي،
د دوی دا اقدام ستایم؛ ځکه په ښکاره یې د نه قسم کولو سره وښودل چی د خدمت له پاره نه، د چور له پاره راغلي دي”
ځینو کسانو بیا د دې وکیلانو دا کار په هغه ایت عمل کول بللي چې: لَا يَمَسُّهُ إِلَّا الْمُطَهَّرُونَ.
د یادونې وړ ده چې له کابله ولسي جرګې ته ټول ۳۳تنه کامیاب شوي چې له جملې څخه یې ۹ ښځې او ۲۴ تنه نارینه دي.
















