امریکا یوشمېر خپلو کارکونکو ته له عراقه دوتلو امر کړی

کابل ټکی کام ( چهار شنبه، ۲۵ غوايي ، ۱۳۹۸ل)

د امریکا او ایران دکړکېچ پر دوام ددې هېواد د بهرنیو چارو وزارت په بغداد کې خپلو یو شمېر کارکوونکو ته امر کړی دی چې له عراقه ووځي.

 په بغداد کې د امریکا سفارت ویلي، بهرنیو چارو وزارت هغو کارکوونکو ته له عراقه د وتلو امر کړی دی چې غیر ضروري دي. دا امر په داسې حال کې کېږي چې د تهران او واشنګټن اړیکې د ترینګلتیا وروستي حد ته رسېدلې دي.

 د امریکا سفارت ویلي دا امر په کردستان کې هم پر امریکایي کارکوونکو د تطبیق وړ دی. په دې دواړو دفترونو کې د ویزو خدمتونه هم د لنډې موې لپاره ځنډول شوي دي.

داپه داسې حال کې ده چې دایران اوامریکا اړیکې دترینګلتیا وروستي حد ته رسېدلې، ددې دواړو هېوادونو له تحرکاتو دجګړې نښې نښانې ښکاري، خودوی دخپلو اړیکو دهواري لپاره دخبرو لار غوره بولي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button