ایران د امریکا د فشارونو په ځواب کې اټومې تعهد مات کړ

کابل ټکی کام( چهار شنبه، ۲۵غوایي، ۱۳۹۸)

د ایران د ملي امنیت شوری د امریکا د فشارونو په غبرګون کې د اټومې تعهد ځینې ژمنې ماتې کړې.

د ایران د اټومي انرژۍ یوه چارواکي ایسنا اژانس خبري ته خبر ورکړی چې ایران به له دې وروسته د یورانیمو په غني کیدو کې کوم محدودیت ته غاړه کینږدي.

دا تړون په ۲۰۱۵م کال کې د ایران او د نړۍ د ځواکمنو هیوادونو ترمنځ لاسلیک شوی وو.

ایران دا کار وروسته له هغه کوي چې د دې هیواد او امریکا ترمنځ اړیکې تر وروستي حده خړې پړې شوي دي.

ایراني چارواکو پخوا لا خبرداری ورکړی وو چې دوی به د امریکا د بندیزونو په صورت کې اټومې تړون مات کړي.

ایران د امریکا له سخت اقتصادي او پوځي فشارونو او بندیزونو سره مخ دی.

وروستي حالاتو ته په کتو ښایي د ایران او امریکا د اړیکو حالت نور هم خراب شي او جګړې ته لار پرانستل شي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button