(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غویی ۲۶)
د راپورونو له مخې، طالبانو د زابل په سيوري ولسوالۍ بريد کړی چې په ترڅ کې ياده ولسوالۍ نيولې او ګڼو عسکرو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.
سيمه ييزې باوري سرچينې وايي، دغه بريد تيره شپه ناوخته پيل شو چې تر دې دمه پکې لسګونه عسکر وژل شوي ، طالبانو د ولسوالۍ مرکز نيولی او د امنيه قومندانۍ او ځينو پوستو کې جګړه روانه ده.
له بله پلوه طالب وياند ذبیح الله مجاهد په خپله رسمي ټويټرپاڼه ليکي، د ولسوالۍ نيولو په جګړه کې یو ټانګ، درې رینجر ویجاړ ګڼ عسکر وژل شوي، په زياته اندازه وسلې او مهمات د طالبانو لاسته لويدلي زياتوي چې ولسوالۍ ته په راغلې کومکي قوه هم برید شوی چې عسکرو ته پکې درنه مرګ ژوبله اوښتې او لا هم جګړه روانه ده.
تر اوسه د زابل ولايتي چارواکو په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ويلي خو د زابل د امنيې قومندانۍ سرچينې تاييدوي چې د ولسوالۍ ودانۍ د طالبانو لاسته لويدلې او ګڼو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې وړمه شپه هم طالبانو د يوې سختې جګړې د دغه ولايت د شملزو ولسوالۍ مرکز او د استخباراتو مديريت ونيول چې د طالبانو د خبرپاڼې له مخې په دغه جګړه کې پنځه پنځوس تنه عسکر وژل شوي، لس ټپيان او پاتې عسکر په تيښته بريالي شوي دي.
دغه راز خبرباڼه راغلي، د شملزو په جګړه کې څلور طالبان وژل شوي، څلور تنه نور ټپيان دي.
طالبان وايي، د شملزو ولسوالۍ څخه يې نوولس ميله بيلابيل ډوله وسلې، څلور رینجر موټر، یو ټانګ او په زياته اندازه مرمۍ، پوځي توکي او مهمات نيولي دي.
طالبانو د الفتح عملياتو وروسته د هيود په بيلابيلو سيمو کې په دولتي تأسيساتو خپلو بريدونو ته زور ورکړی چې د هرې ورځې په تيريدو د خپل حاکميت ساحه پراخوي او پوځي مرکزونه، پوستې، ولسوالۍ او قرارګاوې نيسي.

















