کابل ټکی کام (سه شنبه ۲۲ مرغومي ۱۳۹۴ ل) عبدالله هاشمي
د روسیې جمهور رئيس ویلادي مير پوتین ویلي دي چې که بشارالاسد ورڅخه غوښتنه وکړي، پنا به ورکړي.
پوتین د جرمني د یلډ ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي دي که چېرې بشارالاسد د خپل هېواد پرېښودو ته مجبوره شي او له دوی څخه پناه وغواړي نو کولای شي، هغه ته پنا ورکړي.
نوموړۍ وايي د امریکاي دملي امنیت کارکوونکي اېډورډ سنوډن ته پناه ورکول ګرانه خبره وه او د هغه په نسبت اسد ته پناه ورکول ساده کار دی.
پوتین وویل په شام کې انتخابات ترسره کېدونکی دي او اسد به پکې برخه اخلي او بیا که چېرې هغه په انتخاباتو کې پاتې راغۍ او د پناه غوښتولو به هڅه کې شو نو کولای شي پناه ورکړي، دی وايي چې پدې ښه پوه ده چې په شام کې اسد تر بل هرچا زیاتې غلطۍ کړي دي خو بیا هم دې ته حاضر دی چې پناه ورکړي.


















