کابل ټکی کام (سه شنبه ۲۲ مرغومي ۱۳۹۴ ل) احمدالله مهاجر
نن د ورځې ۱۰بجې د ترکیې د استانبول ښار په سلطان احمد سیمه کې ابي جومات ته څېرمه چاودنه شوې چې ګڼه مرګ ژوبله یې اړولې ده.
راپورونه وايي چې دغه چاودنه سرتیري بریدګر ترسره کړې ده.
د ترکیې چارواکو رسنیو ته ویلي دي چې د استانبول ښار په یوه تاریخي سیمه کې چاودنې لږ تر لږه ۱۰تنه وژلي دي.
له بلې خوا د استانبول د والي له دفتر څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې ویل شوي دي چې په یاده چاودنه کې ۱۵تنه ټپيان شوي دي.
په ټولنیزو رسنیو کې راغلي دي چې سیمه لاهم کلابنده ده، او سیمې ته یوازې امبولانسونه پرېښودل کیږي.
ویل کېږي، له چاودنې سمدلاسه وروسته د ترکیې لومړي وزیر رجب طیب اردوغان بېړنی غونډه را غوښتې ده.
تر اوسه پورې کومې ډلې د چاودنې پړه په غاړه نده اخیستې، خو کېدای شي چاودنه د داعش وسله والې ډلې ترسره کړې وي.


















