جواد ظریف ټرمپ ته: د ایرانیانو احترام کوه! دا به ستا په ګټه وي

کابل ټکی کام( سه شنبه، ۳۱غوایي، ۱۳۹۸)
د ایران د بهرنیو چار وزیر جواد ظریف د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وروستیو څرګندونو په ځواب کې توند غبرګون ښودلی دی.
دا چې څو ورځې وړاندې ټرمپ ویلي وو: که ایران جګړه غواړي نو دا به د ایران د له منځه تللو په معنا وي.
ظریف د ټرمپ د دې خبرو په ځواب کې ویلي: ټرمپ هغه ناکامه هڅه تکراروي کومه چې اسکندر مقدوني او چنګیزخان کوله.
د ظریف په خبره چې دا ټول یرغلګر ولاړل خو د ایران د له منځه وړلو ارمان یې پوره نشو او دادی زرګونه کاله وروسته لا هم ایران یو قوي موجود دی.
جواد ظریف ټرمپ ته په خطاب کې ویلي چې هیڅکله دې د ایرانیانو د سپکولو هڅه نه کوي بلکې احترام دې ورته وکړي.
د ده په وینا چې د ټرمپ لخوا ایرانیانو ته احترام به ټرمپ له تاوان نه وساتي او ګټه به ورته ورسوي.
د امریکا او ایران تر منځ دا کړکیچ وروسته له هغه زیات شوی چې امریکا پر اېران سخت اقتصادي بندیزونه لګولي دي.



