کرکټ: افغانستان د ۱۲۶ منډو په توپير ايرلنډ ته ماتې ورکړه

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غبرګولی ۱)
پرون د سې شنبې په ورځ د افغانستان او ايرلنډ دويمه نړيواله یو ورځنۍ لوبه ترسره شوه چې افغانستان پکې د منډو په لوی توپير سره ايرلنډ ته ماتې ورکړه.
د لوبې پچه ايرلنډ وګټله خو افغان لوبډلې ته يې د توپ وهنې بلنه ورکړه چې افغان لوبډلې په ټاکلو پنځوس اورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځيدو ايرلنډ ته ۳۰۶ منډې هدف وټاکه.
په افغان لوبغاړو کې محمد شهزاد تر ټولو زياتې ۱۰۱ منډې، ورپسې رحمت شاه ۶۲ او نجيب الله ځدراڼ ۶۰ منډې وکړې چې ناسوځيدلی پاتې شو.
د ايرلنډ توپ وهنه کې ګلبدين نايب ډيره ښه توپ اچوونه وکړه چې د ۴۳ منډو په ورکولو سره يې د مخالفې لوبډلې شپږ لوبغاړي وسوځول، دغه راز افتاب عالم، او رحمت شاه هم یو یو لوبغاړی وسوځاوه.
ايرلنډ د ټولو لوبغاړو په سوځيدو سره ۱۷۹ منډې وکړې او د دغه دوه لوبو لړۍ چې دوه ورځې مخکې پيل شوې وه مساوي پای ته ورسيده. تر دې مخکينۍ لوبه افغانستان ايرلنډ ته بایللې وه.



