پلازمینه کابل په ګډون هېواد او سیمه یوې بلې زلزلې ولړزوله

کابل ټکی کام  (چهارشنبه، مرغومی ۲۳مه، ۱۳۹۴ ل): تېره شپه نسبتا یوې زورورې زلزلې د پلازمینې کابل په ګډون هېواد او سیمې هوادونو ته ټکانونه ورکړل .

د امريکا زلزله پېژندنې ادارې د راپور په اساس، چې شدت يې د رېښتر په کچه ۵  اعشاریه ۶  او مرکز يې د افغانستان شمال ولایت بدخشان جرم ولسوالۍ کې  ۲۴۲  کلومتره او ۹۰۰ متره له مځکې لاندې ښودل شوی.

د زلزلې سخت ټکانونه ځانګړي ډول په ختيځو ولایتونو ننګرهار، کنړ، لغمان، او نوریستان دغه راز کابل کې احساس شوي دي .

د دغې زلزلې ټکانونه دلته په هېواد کې پر سیمیز وخت دشپې ۱۲ بجې او ۴۰ دقیقې احساس شوي دي.

دغه راز تېره اونۍ د جمعې په ورځ هم نسبتا یوې معتدلې زلزلې پلازمینه کابل، ځیني ولایتونه او د سیمې هېوادونه لړزولي وه .

چې شدت يې د ریښتر په کچه  ۵ اعشاریه ۹  ښود شوېوه، مرکز د افغانستان د بدخشان ولایت په جرم ولسوالي کې تر مځکې ۲۱۹ کیلومترې لاندې بلل شوی.

تر دې دمه د کومې مرګ ژوبلې او زیانونو راپورونه نه دي ورکړل شوي .

سلیم بریال

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button