د عربستان په بقیق صنعتي ښارګوټي کې چاودنې شوي دي

کابل ټکی کام (چهارشنبه ۲۳ مرغومي ۱۳۹۴ ل) عبدالله هاشمي
ویل کېږي چې د عربستان دغه صنعتي ښارګوټۍ د الشرقیه سیمې دمام ښار په ۷۰ کېلو مترۍ کې پروت دی.
په سعودي کې ازادو سرچینو تراوسه ددې چاودنو پخلۍ ندی کړی خو په ټولنیزو رسنیو کې راغلي دي چې د دریو چاودنو غږونه اوریدل شوي دي.
دغه ښار چې د عربستان په ختیځ کې پروت دی په نړۍ کې د تېلو تر ټولو لوی پلېټ فارمونه او چينې لري، او د سعودي عربستان د اقتصاد په برخه کې کارنده رول اداء کوي.
تېره ورځ هم یو خبر رارسیدلۍ وو چې د سعودي عربستان د آل سعود کورنۍ یوه ودانۍ سوزول شوې ده.
په سعودي عربستان کې شعیه په اقلیت کې زنده ګي کوي خو د عربستان حکومت ددوی تشنج ته هڅولو کې د ایران حکومت لوی لاس ګڼي، تراوسه د سعودي حکومت په سلګونه شیعه په مختلفو جرمونو اعدام کړي هم دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button