امریکايي ولسمشر ډونالډ ټرمپ؛ منځني ختیځ ته د ۱۵۰۰ پوځیانو لېږل اعلان کړل

کابل ټکی کام ( یکشنبه، ۵ غبرګولی ، ۱۳۹۸ل)

وروسته ترهغې چې دامریکا اوایران اړیکې ترینګلې شوې اویوپربل یې دنظامي اقدام هڅه وکړه، له ایران سره ددې کړکېچونو پر دوام د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ منځني ختیځ ته د ۱۵۰۰ پوځیانو د لېږلو امر کړی دی، څو هلته له مېشتو امریکایي ځواکونو سره د ممکنه ګواښونو پر وړاندې مبارزه وکړي.

دا پرېکړه په داسې وخت کې کېږي، چې د امریکا او ایران ترمنځ کړکېچ زیات شوی دی، خو ولسمشر ټرمپ ویلي دي چې دا ځواکونه به دفاعي نقش لري.

د ټرمپ تر دغه اعلان وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو په یوه بیان کې وویل، چې امریکا د اتو میلیاردو ډالرو په ارزښت پر سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او اردن وسلې پلوري، څو د ایران د تېري مخه ونیسي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د امریکا یوه ستره بېړۍ چې د لویو جنګي الوتکو د لېږد توان لري، د ایران اوبو ته نږدې په فارس خلیج کې ځای پر ځای شوې او دغه راز امریکا له عراقه خپل ځینې ډیپلوماټان هم ایستلي دي.

ټرمپ وړمه ورځ مخکې تر دې چې جاپان ته ولاړ شي، وویل چې امریکا منځني ختیځ ته لږ شمېر پوځیان د محافظتي هڅو په لړ کې استوي او ځینې مسلکي او تکړه کسان منځني ختیځ ته روان دي، څو وویني چې څه کېږي.

بلخوا د امریکا د دفاع وزارت چارواکو په واشنګټن کې په یوې خبري ناستې کې د لومړي ځل لپاره ایران او د هغه متحدان رسماً تورن کړل، چې متحده عربي اماراتو ته نږدې یې په وروستیو کې د تېلو په بېړیو کې د بمونو په اېښودو کې لاس درلود او په عراق کې د امریکا پر سفارت هم دوی توغندي توغولي دي.

د امریکا د لوی درستیز په کمېټه کې یو لوړ پوړي چارواکي مایکل ګیلډي ویلي، امریکایي چارواکي ډاډه دي چې د ایران سپاه‌پاسداران انقلاب ځواکونه د تېلو پر څلورو بېړیو د چاودنو مسوول دي.

د امریکا او ایران ترمنځ اړیکې وروسته تر هغې کړکېچنې شوې، چې ولسمشر ټرمپ د ایران او د نړۍ د شپږو پیاوړو هېوادونو د ۲۰۱۵ ز  کال له اټومي تړونه بهر شو، چې تر دې وروسته واشنګټن پر ایران نوي بندیزونه ولګول.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button