ټرمپ: ایران به دتهدید په نتیجه کې له اټومي فعالیت راوګرځوو

کابل ټکی کام ( یکشنبه، ۵ غبرګولی ، ۱۳۹۸ل)

امریکا دفشار او زاریو په نتیجه کې ایران له اټومي  فعالیت راګرځول غواړي، څوورځې وړاندې امریکايي ولسمشر ایران ته دخبرو لپاره په دې قضیه دبحث بلنه ورکړه، خو اوس یوځل بیا امریکا دفشار خبره کوي، او ویلي یې دي چې د امریکا نظامي تهديدونه به ایران له اټومي فعالیتونو را وګرځوي.

 د امریکا ملي امنیت شورا په تازه اقدام کې د ایران د مسئلې له امله د امریکا په نظامي برخه کې بېړنی حالت اعلان کړی دی.

 دا حالت ټرمپ ته اجازه ورکوي چې د کانګرس له تایید پرته سرتېري واستوي، وسلې و پلوري او نظامي اقدامات ترسره کړي.

 ټرمپ ویلي پر ایران به فشارونه دوام کوي او دغه هېواد به اړ کړي چې له امریکا سره خبرې پيل کړي.

هغه په تازه اقدام کې د ایران شاوخوا ته ۱۵۰۰ محافظتي سرتېري هم واستول. ایراني چارواکي بیا خپل هېواد ته نږدې د امریکايي ځواکونو ځای پر ځای کول د اندېښنې وړ مسئله بولي.

خو له خپلو ملي ګټو کلکه دفاع یومسلم حق اودنورو لطرفه په دوی ورته اقدام یو تاریخي   جرم ګڼي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button