(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غبرګولی ۶)
د پکتيکا ولايت په برمل ولسوالۍ کې ګډو ځواکونو عمليات او بمارۍ کړي چې ګڼ کورونه يې ویجاړ او د ښځو او ماشومانو په شمول نږدې شل کسان يې وژلي دي.
راپور زياتوي، دغه عمليات د برمل ولسوالۍ په میاميو د قوم په کليو کې شوي چې د ځايي خلکو عملياتي عسکرو د ګڼو کورونو دروازې ماتې کړي، د خلکو مالونه يې چورل کړي او د بمبار په ترڅ کې دوه کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي.
د برمل اوسيدونکي وايي، د چاپې عسکرو لومړی له کورونو خلک را ايستل او وروسته يې په ډزو سره په توپکو یو یو کول او ويشتل يې.
طالبانو هم د یادې پيښې خبر ورکړی ویاند يې ذبیح الله مجاهد کابل ټکی کام ته په راليږلې خبرپاڼه کې ويلي چې (روان وحشتونه په داسې مهال رامنځته کیږي چې نړیوال بشري او حقوقي نهادونه يې په اړه چوپه خوله دي او اکثره رسنۍ يې هم د راپورونو په نشرولو کې ناغیړۍ کوي.)
ويل کيږي، د ګډو ځواکونو په بيګانيو عملياتو او بمبار کې څلور ښځې، اووه ماشومان، او اووه نارينه وژل شوي دي.
تر اوسه د پکتيکا چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.
له تيرې ډيرې مودې راهيسې په شپنيو علمياتو کې د ملکي خلکو د وژنې لړۍ دوام لري خو مسؤولين لا هم د دغه عملياتو د بنديدو په اړه چوبه خوله دي.
شاوخوا درې ورځې مخکې ګډو ځواکونو د ننګرهار په خوګياڼيو ولسوالۍ کې د عملياتو پر مهال په قصدي ډول د ملکي خلکو يو موټر په نښه کړی و چې د یوې ميرمنې، دو ماشومانو په شمول پکې پنځه تنه ملکي خلک وژل شوي و.


















