افغان لوبډلې انګلستان ته ۱۶۱منډې هدف وټاکه

کابل ټکی کام( دوشنبه، ۶غبرګولي، ۱۳۹۸)

نن د لندن په اوول لوبغالي کې د انګلینډ او افغانستان ترمنځ یوه ورځنۍ تمریناتي سیالي روانه ده.

د دې لوبې پچه انګلستان وګتله او افغان لوبډلې ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.

افغان لوبډلې توپ وهنه وکړه او په پنځوسو اورونو کې یې ۱۶۱منډې هدف وټاکه.

په افغان لوبغاړو کې ډیرې منډې محمد نبي او نور علي ځدراڼ وکړې.

انګلستان ته د افغان لوبډې هدف نسبتاً ډیر لږ دی خو د افغان لوبغاړو توپ وهنه به انګلستانۍ لوبډله کابو کړي کنه؟ پرېکړه له وخت مخکې خبره ده.

په دې اړه کرکټپوه ښاعلی جعفر هاند لیکلي چې دا لوبه د افغانانو لپاره رښتیا هم یوه تمریناتي سیالي ده.

نوموړي لیکلي: “اوس به د خپلو بالرانو قوت ووینو چې ۱۶۰ هدف خوندي کولی شي کنه؟ او د انګلنډ بیتسمینانو ته به سرخوږی جوړ کړي کنه؟ دا به رښتیا هم د افغان بالرانو لپاره یوه ښه تمریني لوبه وي. لوبه وګورئ او خوند ترې واخلئ خو جدي یې مه نیسئ، تمریني لوبه ده، ګټه او تاوان نلري. موږ هسې هم اوله لوبه له پاکستان ګټلې ده.”

د یادونې وړ ده چې افغان ملي لوبډلې تر دې وړاندې له پاکستان سره دېته ورته تمریناتي لوبه لرله چې ترې ویې ګټله.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button