اسلامي نړۍ له ګړنګه د لوېدلو په حال کې!!

غورځنګ

په دې خو ټول پوهېږو چې مسلمانان له سوونو کلونو راهيسې د کفارو تر لاس لاندې ژوند تېروي، خصوصاً له هغه وخته وروسته کله چې عثماني خلافت په لومړۍ نړيواله جګړه کې له منځه ولاړ نو د مسلمانانو د عروج ستوری ولوېده او واحد اسلامي امت په مختلفو ټوټو او برخو باندې ووېشل شو. په ټوټو او برخو وېشل کېدل خو پرېږده چې ان تر خپل منځ يې دومره کلکې پونډرې يا پولې جوړې کړې چې خاردار سيمونه يې پرې لګولي دي او د دوو هېوادونو مسلمانان يو د بل هېواد ته د اوښتلو او يا هم د تللو او راتللو جرأت نشي کولی، په زبنيو تعصبونو، قومي تعصبونو، سمتي او نورو ډول ډول تعصبونو يې اخته کړي.

کله چې عثماني خلافت ړنګېدلو نو د سعودي شاهي کورنۍ د غربي نړۍ له لوري په دې بهانه راپاڅول شوه، چې ولې پر مونږ( عربو) عجم يعنې ترکان حکومت کوي؟ د ترکانو حکومت يې ورته د نه منونکي څيز په حيث وروپېژندلو، په عربو کې يې خپل عربي غرور او عجم يې په خپلمنځي مرضونو اخته کړ، د امير عثمان او ارطغرول ميراثي او اسلامي ترکيه يې په مرداره او سيکولري ترکيه بدله کړه، چې دا دی اوس پکې فحشا او نور هر ډول ناخوالې په پراخه پيمانه دود دي.

دغه شان کوم عربي هېوادونه چې له ترکيې څخه بېل شول هغه يې هم په کراره او خپل حال پرېنه ښودل بلکې اېران يې ورته د زمري په حيث معرفي کړ او عربو ته يې دا وروفهموله چې ګواکې که چېرته اېران ايټمي توغندي او بمونه جوړ کړي نو دا به د عربو لپاره تر ټولو ستر خطر وي، عرب بيا اوس په دې هڅه کې دي تر څو په هر صورت کېږی له امريکايانو سره دوستي قائمه کړي او دغه دوستي په هر قېمت وساتي، د همدې لپاره يې چې له امريکايانو سره دوستي قائمه وي، په خپل هېواد کې يې سينماګانې دود کړې، د ښځو ډرېوري او دې ته ورته ډېر نور داسې کارونه چې سعودي بېرته د خپل جهالت دورې ته بيايي؛ پرې وکړل.  او د دې لپاره چې د دغو ناخوالو پر وړاندې څوک غږ اوچت نه کړي نو د عربو هغه علماء کرام چې د دغو ناخوالو په اړه منفي نظر لري او نه غواړي چې دغه ډول ناخوالې د خوږ جانان په وطن کې دود شي؛ دغه ډول علماء کرام لومړی زندان ته اچول کېږي او بیا په ډېر قساوت او وحشت سره تر ډېرو شکنجو وروسته يا خو د شکنجو له امله په شهادت رسول کېږي او يا هم د اعدام په سزا محکومېږي.

چې د سعودي دغه ډول حالات د ټولو مسلمانانو لپاره د اندېښنې وړ دی،

همدارنګه په نوره عربي نړۍ کې که ورته ځير شو نو څو کاله وړاندې چې امريکا د عربو د سپرلي په نامه کو ډول ناخوالې پيل کړې او د عربو د شاهي نظامونو پر وړاندې يې ولسي پاڅونونه لومړی تحريک کړل او بيا يې په ځغرده لاس ورڅخه واخيست، چې اوس يې دا دی حکومتونه او ولسونه سره اچولي دي او بې درېغه مرګونه پکې روان دي او ان تر دې چې د عراق او سوريې زيات ښارونه پکې په کنډوالو باندې بدل شول. او د رسنيو د راپورونو له مخې پکې په زرګونو کسان په هفته کې په شهادت رسېدل. چې اوس دا دی په څو ښارونو کې هېڅوک هم ژوند ځکه نه کوي چې ټول د ژوند سهولتونه پکې له منځه تللي دي.

لنډه دا چې غربيانو لومړی ځل د عربو او عجمو تر منځ اسلامي ورولي ختمه کړه او بيا يې د عربو تر منځ خپلمنځي جنجالونه خواره کړل او هغه عرب چې تقريباً څوارلس سوه کاله يې په يوه کلي او ګودر کې سره تېر کړل خو تر منځ يې ناخوالې پېښې نشوې، مګر د امريکا او نور غرب په هڅو دغه کار په ډېره اسانۍ سره تر سره شو او د شعيه او سني تر منځ جنجالونه يې پکې پېښ کړل، چې يوه خوا له امریکا او نور غرب له سنيانو سره دښمني پيل کړه او بل لور ته يې شيعه ګانو ته بې درېغه مرستې ورسر کړې، بل لور ته يې بيا د اېران په توسط د اسلامي او خصوصاً عربي نړۍ شيعه ګان مسلح کړي دي او د سنيانو پر وړاندې  ورسره هر ډول مرستې کوي.

دا خو د عربي نړۍ هغه مشت نمونه خروار حال وو، هغه څه چې په فلسطين، برما، کشمير، افغانستان، افريقايي اسلامي ملکونه او نوره اسلامي نړۍ کې روان دي، هغه خو د بلکل د زغملو وړ نه دي.

مګر له دې ټولو ناخوالو او د مسلمانانو له مرګونو سره سره بيا هم د امريکا او نور غرب  زړه نه سړېږي، چې وجه به يې څه وي؟

که خبره د غچ او انتقام وي، يعنې چې امریکا او اروپا له اسلامي نړۍ څخه غچ اخلي. ن غچ خو وي همدومره، چې دغه دی د چنګېز تاریخ يې راژوندی کړ او بسته ښارونه يې د اور او وحشت خوراک کړل.

په هر صورت خو اوس د اسلامي نړۍ حالات داسې دي چې د ګړنګ پر غاړه ولاړ دي او د خپل  ځانونو د لوېدلو وخت ته انتظار باسي.

او دې ته انتظار دي چې کله به د کافرانو له تېغونو تېرېږي او يا به کله د کافرانو په لاسونو باندې خپله مرۍ خفه کوي. مګر له دې سره سره بيا هم د اسلامي نړۍ په واکمنانو کې يوازې نه دا چې اسلامي احساس راويښ نه شو، بلکې د اسلامي نړۍ پر وړاندې ولاړ دي او د هر اسلامي ملک حاکم نظام هڅه کوي چې ځان کافرانو ته په غلامۍ کې وفادار وښيي، که چېرته کوم مسلمان د خپل اسلامي مسؤوليت له مخې د کافرانو پر وړاندې خپل غږ اوچت کړي نو بيا يې غږ لومړی په خپل کلي کې خفه کېږي او دې ته نه پرېښودل کېږي چې دغه غږ تر نورې نړۍ ورسېږي.

چې دغه ډول حالات د هر مسلمان ژوند له خطر سره مخ کړی دی، او اسلامي امت يې ګنګس کړی دی، لاره ورڅخه ورکه ده چې څه وکړي؟ پر کومه لاره ولاړ شي؟ نوره څومره قرباني ورکړي؟ ايا دا مرګونه به په دوی باندې همداسې روان وي؟ د خپلو حاکمو واکمنانو چلند به له دوی سره کله بدلېږي؟ له ژونده به دوی کله د ژوند په څېر خوند اخلي؟ دوی به کله خپل عبادت ته د امن په فضاء کې درېږي؟ پر دوی به کله داسې وخت راځي چې بې د امریکايي چاپې او وحشت له وېرې څخه به دوی په جومات، مدرسه، ښوونځي، کلي او کور کې د خپل عبادت او د ژوند د نورو استعدادونو د لمانځلو لپاره ودرېږي.

پورتنۍ پوښتنې هغه پوښتنې دي چې د وخت د هر مسلمان په زړه کې راولاړې شوي دي او پر ټوله اسلامي نړۍ د امن او امان د راتللو انتظار کوي. خو دا خوب يې ډېر محال خوب دی. او دا سوچ يې داسې سوچ دی چې د پوره کېدلو او په واقعيت او حقيقت باندې د بدلېدلو چانسونه نه لري. نو ځکه خو اوس دا يو خوب نه بلکې يو غير حقيقي او واقعي خيال ګرځېدلی دی.

په پای کې بايد ووايو چې هر مسلمان ته پکار دي چې په خپلو عبادتونو او لمونځونو کې الله ج ته خواست وکړي او زارۍ ورته وکړي او دا ورڅخه وغواړي چې يا الله ج! نور مو پر اسلامي نړۍ باندې ورحمېږه! نور مو اسلامي نړۍ څخه وحشتونه کډه کړه! امن راوله! نواميس مو خوندي کړه! مقدسات مو خوندي کړه! او نور نو دا امتحانونه راڅخه واخله!

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button