د لمانځه مسائل (۸۰ مه برخه) که په کشتۍ کې په ولاړه لمونځ کول ناشوني وي په ناسته لمونځ کيژي او که نه

ليکوال: م. نجم الرحمن فضلي
پوښتنه : که يو شمير خلک د ماهيانو نيولو لپاره سمندر ته ولاړ شي او په هغوى باندې د لمانځه وخت هم راشي نو په دې صورت کې په څه طريقه لمونځ وکړي؟ به ناسته او که په ولاړه؟ ځکه چې زياتره وخت په کشتۍ کې دريدل مشکل وي؟.
ځواب : که په کشتۍ کې په ولاړه د لمانځه کول مشکل وي نو د ناستې په حالت کې يې په کولو کې ګنجايش شته دى ([1]).
که موټروان موټر نه دروي نو په سيټ کې باندې د ناستې په حالت کې لمونځ کولاى شي
پوښتنه : په بس کې د سفر کولو پر مهال که د لمانځه وخت شي او موټر وان (ډرائيو) بس نه دروي او وايي چې په ما باندې نا وخته کيژي، نو په داسې حالت کې په سيټ باندې د ناستې په حالت کې په اشاره سره لمونځ کيدلاى شي او که نه؟.
ځواب : په بس کې د ناستې په حالت کې لمونځ نه کيژي، يا دې له ډرائيور سره اول خبره وکړى شي چې هغه د لمانځه لپاره بس په کوم داسې ځاى کې ودروي چيرته چې اودس او لمونځ کول ممکن وي، ډرائيوران هم د سفر کولو پر مهال وقفه کوي، د همدغې وقفې پر مهال که چيرته د لمانځه وخت وي نو لمونځ دې وکړى شي، بهر حال که چيرته په بس کې په ناسته لمونځ وکړى شي نو د هغه را ګرځول ضروري دي ([2]).
د مقيم امام شا ته د مسافر اقتداء
پوښتنه : که يوه مسافر سړي د مقيم امام په اقتداء کې د څلورو رکعتونو اداء کولو نيت وکړ، مګر له امام سره يې دوه رکعته وکړل او بيا يې قصداً سلام وګرځولو، وروسته پوه شو چې زما لمونځ خو فاسد شو، پوښتنه دا ده چې دغه کس ته خو د خپل لمانځه را ګرځول پکار دي نو دوه رکعته به کوي او که د څلورو اعاده به کوي؟.
ځواب : ښکاره دې وي چې د مسافر لپاره په شريعت کې حکم دا دى چې که چيرته هغه د کوم مقيم امام په اقتداء کې لمونځ کول غواړي نو په دې صورت کې قصر نشي کولاى، بلکې پوره لمونځ به کوي، همدا ډول په صورت مسئوله کې مسافر ته دا پکار وه چې هغه پوره لمونځ کړى واى، مګر هغه قصداً سلام وګرځولو او هغه يې فاسد کړ، اوس چې هغه په وروسته کې اعاده کوي نو د قصر حکم دوباره راځي او يوازې دوه رکعته به کوي ([3]).
آيا په سفر کې تهجد، اشراق او نور کيدلاى شي
پوښتنه : يو مسافر د سفر پر مهال د تهجد، اشراق، څاښت او د جمعې په ورځ صلوة التسبيح کولاى شي او که نه؟.
ځواب : چې وخت او فرصت وي نو له شک پرته يې کولاى شي ([4]).
([1]) فتاوى عباد الرحمن، ٢ : ٢٨٢، بحواله : الدرالمختار، ج : ٢، ص : ١٠١، حاشية الطحطاوي، ص : ٤٠٩.
([2]) آپکى مسايل اور انکا حل، ٤ : عالمګيري، ج : ١، ص : ٦٩، کتاب الصلوة، الباب الرابع في صفة الصلوة.
([3]) فتاوى عباد الرحمن، ٢ : ٢٨٦، بحواله : الدرالمختار، ج : ٢، ص : ١٣٠، الهندية، ج : ١، ص : ١٤٢.
([4]) اپکى مسايل اور انکا حل، ٤ : ١٠٦، بحواله : ردالمحتار مع الدرالمختار، ج : ٢، ص : ١٣١، باب صلاة المسافر.



