کابل ټکی کام ( دوشنبه، ۶ غبرګولی ، ۱۳۹۸ل)
وسلوالو طالبانو دیوې اعلامیې په نشرولو سره مسکو ته تلونکی پلاوی اعلان کړ.
طالبان وايي، د اسلامي امارت د سیاسي چارو مرستیال محترم ملا برادر اخند په مشري د اسلامي امارت یو څوارلس کسیز پلاوی د قطر مرکز دوحې څخه مسکو ته روان شو.
دوی زیاتوي چې یاد پلاوی به سبا د مې میاشتې په ۲۸ تاریخ د روسیې او افغانستان ترمنځ د سل کلنو دیپلوماتیکو اړېکو په یاد غونډه کي ګډون کوي.
همدا راز نوموړی هیئت به د مې میاشتې په ۲۹ تاریخ د هیواد له یوشمیر سیاسي څيرو سره هم په بین الافغاني غونډه کي د هیواد د راتلونکي په اړه بحث او خبرې وکړي.
اعلامیه زیاتوي چې ورسره به د اسلامي امارت پلاوی د روسیې هیواد له لوړ رتبه چارواکو سره هم ځانګړې لیدنې کتنې ولري.
دوی وايي چې د اسلامي امارت په دې پلاوې کې د اسلامي امارت د سیاسي چارو مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر، محترم شیرمحمد عباس ستانکزی، محترم شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور،محترم شیخ الحدیث سید رسول، محترم مولوي عبدالسلام حنفي، محترم ملا محمد فاضل اخند، محترم مولوي امیرخان متقي، محترم ملا عبداللطیف منصور، محترم قاري دین محمد حنیف، محترم محمد سهیل شاهین، محترم ملا خیرالله خیرخواه، محترم مولوي محمدنبي عمري، محترم ملا نورالله نوري او محترم مولوي محمدحسن ګډون ولري.
دې غونډې ته له کابل څخه دپخواني ولسمشر حامدکرزي په ګډون یوشمېر وتلي سیاستوال هم وردعوت شوي چې طالبانو سره به دتېرې بین الافغاني ناستې په تعقیب یوه بله ناسته هم ولري.















