تيره ورځ طالبانو اعلان وکړ چې د اسلامي امارت د سياسي مرستيال او د قطر دفتر د رئيس ملا عبدالغني برادر په مشرۍ څوارلس کسيز پلاوی مسکو ته رسيدلی څو د افغانستان او روسيې د ديپلوماتيکو اړيکو په سلمه کليزه کې ګډون وکړي.
طالبانو په یوه اعلاميه کې ويلي و چې د مئ مياشتې په نهه ويشتمه نيټه به له یو شمير افغان سياسي څيرو سره هم بین الافغاني غونډه کېږي او د هيواد راتلونکي په اړه به پکې بحث او خبرې کيږي او دغه د روسيې له لوړرتبه چارواکو سره به هم کتنې ترسره شي.
په دې اړه د طالبانو د شريعت غږ راډيو د طالبانو یوه لوړپوړي چارواکي او د مذاکراتي ډلې مرستيال او غړي ملا محمد فاضل اخند سره مرکه کړې چې یوه اډيو کاپي يې کابل ټکی کام ته هم رسيدلي او کام ټکی کام يې په ليکلې بڼه کټ مټ نشر ته سپاري:
پوښتنه: ډير محترم ملا محمد فاضل مظلو صاحب که تر هر څه مخکې مسکو ته ستاسې د سفر د هدف په اړه معلومات راکړۍ؟
ملا محمد فاضل: بسم الله الرحمن الرحيم مسکو ته زمونږ د سفر هدف دا دی چې د ځايي خلکو سره هم مفاهمه وکړو، د یو شمير افغانانو سره ووينو، افغانستان د ټولو افغانانو کور دی او کیدلای شي چې ټول په افغانستان کې سره واوسيږو، د ټولو مشترک کور وي، د امارت کوم اصول چې دي په دې يې مونږ پوه کړو چې مونږ په افغانستان کې څه غواړو؟ کوم تکليفونه او زحمتونه چې مونږ ګاللي د دې لپاره مو ګاللي چې په افغانستان کې يو اسلامي شرعي نظام راشي او په دې باندې چې د افغانستان راتلونکی نظام د ټولو افغانانو په ګټه دی او نړيوال هم په دې پوه کړو چې افغانستان کې اسلامي او شرعي نظام هم زموږ او هم د ټولو په ګټه دی.
په افغانستان کې چې مونږ قرباني ورکړې د يو هدف لپاره مو ورکړې چې اسلامي نظام دی.
پوښتنه: محترم مظلوم صاحب روسانو پخوا په افغانستان يرغل کړی و، افغانستان يې اشغال کړی و او افغانانو ته يې زيات زيانونه اړولي و، اوس د اړيکو یو بل پړاو دی تاسې د مسکو سفر او له روسانو سره اوسنيو ناستو او اړيکو ته په کوم نظر ګورئ؟
ملامحمد فاضل: روسانو چې مخکې کوم يرغل کړی و هغه دوی ظلم کړی و یرغل يې کړی و او پر افغانستان باندې يې تجاوز کړی و په دې کې هيڅ شک نشته، خو دا اوس مونږ د دې لپاره هلې ځلې کوو چې افغانستان له اشغال څخه څرنګه وژغورو او څنګه يې خلاص کړو او په دې باندې د سيمې هېوادونو ته اطمنان ورکوو چې اینده افغانستان به د هيچا لپاره ضرر او خطر نه وي.
زمونږ د سياسي دفتر هلې ځلې د دې لپاره دي چې په دې موږ ټول ځانونه پوه کړو تير ځل هم افغانستان اشغال و او اوس هم اشغال دی او کوښښ کوو چې له اشغال څخه ځان خلاص کړو.
پوښتنه: محترم حاجي ملاصاحب خپل افغان مجاهد اولس او خپلو مجاهدينو ته څه پيغام لرۍ؟
ملامحمد فاضل: مونږ خپل مجاهد اولس او خپلو مجاهدينو ته دا پيغام لرو چې موږ د خپل مجاهد اولس غږ نړيوالو ته ور رسوو او دا اطمنان خپل مجاهد اولس او مجاهدينو ته ورکوو چې مونږ به د خپلو اصولو او خپل هدف هيڅکله تير نه شو او د مجاهد د يوې څاڅکې وينې سره به جفا ونه کړو، مونږ به داسې کوښښ کو او قرباني به ورکوو لکه کوم مجاهدين يې چې په سنګر کې ورکوي د يو هدف لپاره چې هغه هدف اسلامي نظام دی او مونږ يې په سياسي هلو ځلو کې دغه رقم کوښښ کوو لکه کوم چې په افغانستان کې خپلې قربانۍ ورکوي.
محترم ملا محمد فاضل صاحب ډيره مننه له معلوماتو مو.
ملافاضل: ډيره مننه الله پاک دې تاسې ته هم جزايې خير درکړي چې مونږ ته مو د خبرو کولو وخت راکړ او خپل اولس ته مو پيغام واوراوو.















