ګډو ځواکونو پکتيا او پکتيکا کې دولس ملکيان وژلي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غبرګولی ۷)
ګډو ځواکونو د پکتيا په جاني خيلو او پکتيکا په اورګون کې شپني عمليات کړي چې پر مهال يې ملکي خلکو ته مالي او ځاني زيانونه اړولي دي.
د پکتیا ولايت څخه راپورونه وايي، چې ګډو ځواکونو د جاني خيلو ولسوالۍ په دورګوړه سيمه کې د عامو خلکو پر کورونو چاپې اچولي، د يو شمير کورونو دروازې يې په بمونو ویجاړې کړي، د خلکو له کورو يې قيمتي مالونه وړي او وسائط يې هم ورته سوځولي دي.
راپور زياتوي، د عملياتو په ترڅ کې اته تنه کليوال د چاپې عسکرو په ډزو وژل شوي او پنځه تنه نور يې له ځان سره وړي دي.
د سيمې اوسيدونکي وايي، عمليات یوازې په ملکي کورونو شوي او وژل شوي کسان هم ټول ملکيان دي چې هيڅ کومې وسله والې ډلې سره يې اړيکې نه لرلې.
دغه راز په یوه بل خبر کې ويل شوي چې ګډو ځواکونو د پکتيکا د اورګون ولسوالۍ په پيرکوتي سيمه کې هم د عامو خلکو د کورونو دروازې ماتې کړي، خلک يې زورولي او د (حاجي اول ګل، ثمرګل، ګلاب ګل، اوشيرين ګل) په نومونو څلور تنه ملکي وګړي يې وژلي دي.
حکومتي چارواکي په دې اړه له نظر او معلوماتو ورکولو ډډه کوي.
طالبانو د ګډو ځواکونو له لوري د ملکي خلکو دغه وژنې وحشت او جنايت بللی دی.
دا په داسې حال کې ده چې تيره ورځ هم ګډو ځواکونو د پکتيکا په برمل اولسوالۍ کې د ښځو او ماشومانو په شمول اتلس ملکي وګړي د عملياتو پر مهال ووژل او له هغې دوه ورځې مخکې يې په ننګرهار کې پنځه تنه ملکيان په ډزو وژلي و.
له تيرې ډيرې مودې راهيسې د ګډو ځواکونو له خوا په شپنيو عملياتو کې د ملکی خلکو د وژنې لړۍ روانه ده.
که څه هم د هيواد په بيلابيلو ولايتونو کې اولسي خلکو د شپنيو عملياتو د بنديدو او پکې د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې د مخنيوي په اړه لاريونونه وکړل خو تر دې دمه بشري بسټونو، ادارو او چارواکو يې په اړه هيڅ ډول اقدامات نه دي کړي.



