د امريکا زبرځواکي او د هيوادونو په کورنيو چارو کې يې د مداخلو څو بېلګې

ابوالیاس جهادوال
له هغه راهيسي چې د شوري سرو لښکرو په افغانستان کې ماته وخوړوه او پخوانی شوروي اتحاد په ۱۶ کوچنيو جمهوريتونو ووېشل شو، د امريکا متحده ايالتونو ته د نړۍ د يوازيني زبرځواک هېواد په توګه د دې زمينه برابره شوه چې نړۍ يو قطبي کيدو خوا ته بوځي او د « زور له لارې د سولې پر لور پرمختګ» هدف په اعلان سره پر نړۍ د خپلې ولکې ټينګولو هڅه وکړي، د اولتيماتوم ژبه کاروي او که چېرې دغه چاره پايله ورنهکړي، د تحريمونو له لارې په هېوادونو فشار راوړي او حتی د دولتونو تخريب ته مټې رانغاړي. امريکا د نړۍ هېوادونو کنټرول او اداره خپل حق ګڼي او کوم هېوادونه چې ځانونه خپلواک ګڼي او د امريکا د غوښتنې پر بنسټ عمل نهکوی، دغه هېواد يې د ځان دښمن بولي.
امريکا متحده ايالتونه په خپل بهرني سياست کې د ډيپلوماسۍ پر ځای ډېری د زور ژبه کاروي، د ځان پر وړاندې د نامطلوبو حکومتونو پر ضد له اقتصادي او تبليغاتي اهرمونو څخه استفاده کوي او د بين المللي قانون بنسټيز اصل ( د دولتونو په چارو کې نه مداخلې او ځکمنۍ بشپړتيا او حاکميت ته د مقابل درناوي» چې د ملګرو ملتونو په اساسنامه کې قيد شوی، له پامه غورځوي.
د دغو مداخلو څرګندې بېلګې په پنځوسمه ميلادي لسيزه کې د ايران او ګواتيمالا، لاتينې امريکا، افريقا او آسيا په ځينو هېوادونو کې دولتي کودتاوې، په ۲۰۰۰ کال کې د صربستان هېواد په رهبرۍ کې بدلون او حتی ځينو سياسي قتلونو څخه عبارت دي. د اي ـ کارنيګي بنسټ کارپوه ليون د موندنو پر بنسټ د امريکا متحده ايالتونو د ۱۹۴۶ ـ ۲۰۰۰ کلونو په ترڅ کې د بهرنيو هېوادونو په ټاکنو کې د نفوذ لهپاره ۸۱ عمليات ترسره کړي دي.
امريکا په ۲۰۱۱ کال کې پر افغانستان هم په دې پلمه بريد وکړ څو په دغه هېواد کې د القاعده سازمان ځالې له منځه يوسي چې ګواکي پر امريکا يې د سپټمر د ۱۱ بريدونه پلان کړي، خو تر ننه يې نړۍ ته په دې اړه کره اسناد نه دي وړاندې کړي چې دغه بريد دې له افغانستان څخه پلان شوی وي. د متحده ايالتونو په مشرۍ نړيوال ائتلاف تر دې شعار لاندې پر افغانستان يرغل وکړ چې ياد هېواد ته به سوله او ولسواکي راولي، د نشهيي توکيو د کر او قاچاق مخه به نیسي او ترهګرۍ به ختموي. خو تر ننه پورې نه يوازې دا چې دغه پديدې له منځه لاړې نه، بلکې برعکس له همغه پيله ورباندې داسې مافيايي او لاسپوڅي حکومتونه واکمن شول چې له امله يې د عامه شتمنيو لوټ او تالان او اداري، مالي او اخلاقي فساد او د نشهيي توکيو کر او قاچاق په يو فرهنګ بدل شول او د ناټو ځواکونو د هوايي بمباريو او چاپو، نا مسووله وسلوالو او د ۰۱ ،۰۲ ، او … په نوم د سی آی اې کرايي قاتلانو په لاس هره ورځ د ملکي افغانانو د مرګ ژوبلې شاهد يو. همدارنګه په څارخونو او زندانونو کې د ټولو نړيوالو قوانينو او موازينو خلاف د بنديانو ساتل او ربړول او د ۲۰۱۴ کال په ټاکنو کې د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري بې شرمانه مداخله چې د نړۍ د ټولو موازينو خلاف يې پر افغانانو دوه سری د ملي حکومت مسلط کړ او د دوی د جوړ شوي حکومت د چارواکيو لهخوا د جنسي بډو له لارې پارلمان ته د ښځو بريالي کولو تازه ادعاوې د دوی د دغې ولسواکۍ، ښځو حقونو او سولې تر ټولو ښه بېلګې يادولی شو.
دغه هېواد په ۲۰۰۳ کال کې پر عراق هم په دې پلمه بريد وکړ چې ګواکي کيمياوي ټول وژنې وسلې لري، خو د ياد هېواد د قانوني حکومت له نړولو او د سلهاوو زرو کسانو له وژلو وروسته يې د دغو وسلو هيڅ کومه نښه هم ونه مونده. همدارنګه يې په ۱۹۹۹ کال پر يوګوسلاويا او په ۲۰۱۱ کال کې يې پر لبيا هېواد د ټولو بين المللي قوانينو پر خلاف بريدونه وکړل.
له دې سربېره متحده ايالتونو په رهبرۍ بين المللي ائتلاف په ۲۰۱۴ کال کې د سوريې حکومت له هوکړې او موافقې پرته پر ياد هم بريد وکړ چې د هوايي بريدونو له امله يې تر اوسه په لسهاوو زره بې ګناه سوري وګړي وژل شوي دي. که څه هم واشنګټن په سوريه کې « پر داعش د بشپړ بري» اعلان کړی او دغه ډله يې په سوريه کې ماته خوړلې بللې، خو تر نن پورې يې هم خپل سرتيري په ياد هېواد کې ساتلي او هڅه کوي څو پر ياد هېواد د حاکم حکومت د بشپړې واکمنۍ مخنيوی وکړي.
همدارنګه متحده ايالتونه د ۲۰۱۵ کال په اپريل مياشت کې له ايران سره د اروپايي ټولنې او ۵+۱ هېوادونو( فرانسه، روسیه، بریتانیا، آمریکاا و آلمان) د تهران (د اتمي وسلو موضوع د حل لهپاره د ګډ اقدام ټوليز پروګرام) لاسليک شوي تړون څخه هم په ۲۰۱۸ کال کې په يو اړخيز ډول ووتل، سره له دې چې د بين المللي اټومي انرژۍ آژانس په منظم ډول د ايران ژمنو تطبیق د دغه پرواګرام مطابق تأييد کړي دي. او د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د پرېکړې پر خلاف يې پر تهران خارج المملکتي تحريمونه وضع کړي او په دې توګه يې د منځني ختيځ ستونزه لاپسې کړکيچونه کړې ده.
واشنګتن د لاتينې امريکا هېوادونو پر وړاندې هم د « مونرو» استعماري دکتورين فعاله ساتلي، د دغو هېوادونو پر حاکميت سترګې پټوي او ورنه غواړي چې د متحده ايالتونو له حاکميت څخه په پټو سترګو اطاعت وکړي. همدارنګه اوس غواړي چې له ونزويلا سره هم ورته چلند وکړي او په ياد هېواد کې دولتي کودتاه د تنظیم او د قانوني ولسمشر د لېرې کولو له پاره يې هڅې پيل کړي.
ياد هېواد په ۲۰۱۴ ميلادي کال کې په اوکراين کې د وسلې په زور سره د واک ترلاسه کولو په برخه کې د ملي پال ګوند له هڅو ملاتړ وکړ او له دغې ډلې څخه يې تسليحاتي مرستو ته دوام ورکړی دی، همدارنګه يې د دونباش د ستونزې د حل لهپاره د منسک له هوکړې څخه د ملي پالوونکي ګوند پر سرغړونو سترګې پتې کړي او د ۲۰۱۴ کال په فبروي مياشت کې يې د منسک د همغږو اقداماتو د ټولګې پر خلاف ياد هېواد ته ۱۵۰۰ امريکايي نظامي روزونکي واستول او امريکايي بيړۍ اوس هم په منظم ډول د اوکراين بندرونو ته دننه کېږي.
له دي سربيره واشنګټن پرېکړه کړي څو په يوازې ځان د منځني ختيځ د کشالې د حل لهپاره پر حقوقي ـ بين المللي بنسټ چې ټولو ورباندې هوکړه کړي، بياکتنه وکړي چې د اسرائيلو د پلازمينې په توګه د بيت المقدس او د جولان پر لوړو باندې د يهودي دولت د حاکميت په رسميت پېژندل، د بين المللي حقونو، د ملګرو ملتونو د امنيت سازمان پرېکړهليک او د عربي او اسلامي هېوادونو آرمانونو ته د ياد هېواد د نه پاملرنې ښې بېلګې دي.
پورتني موارد له نړيوالو بشري قوانينو او موازينو څخه د امريکا متحده ايالتونو د سرغړونو څو بېلګې دي چې دغه هېواد يې د خپلو ګټو ترلاسه کولو او زبرځواکۍ د تثبيت لهپاره ترسره کوي او نړيوال امنيت ګواښي؛ په دې هيله چې نړۍ نوره د دغو ناخوالو پر وړاندې پټه خوله پاتې نهشی او په عملي اقداماتو سره د امريکا د دغو خپلسريو مخه ونيسي.



