اجرائیه رئیس: وروستۍ ټاکنې کمپاینزې او دسیاسي موخو لپاره دي

کابل ټکی کام ( سه شنبه، ۷ غبرګولی ، ۱۳۹۸ل)

دګډحکومت اجرائیه رئیس دولسمشر غني وروستیو ټاکنو ته غبرګون ښودلی او نوموړی یې په یو شمېر غیرقانوني کړنو تورن کړی.

اجرایه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله چې پرون یې د وزیرانو شورا په غونډه کې د خبرو پر مهال په هېواد کې د نامعلومو وسله والو له لوري ددیني علماوو وژل یوه سیاسي توطئه وبلله او دغه پېښې یې وغندلې.

دده په خبره د هېواد دښمنان غواړي په دې توګه په هېواد کې وېره او وحشت خپور کړي. نوموړي همدا راز د ولسمشر غني له لوري وروستۍ ګومارني هم سیاسي وبللې او په خبره یې دا د هېواد په ګټه نه دي.

ډاکټر عبدالله عبدالله همدا راز د ولسمشر د یوه پخواني سلاکار هغه خبرې هم وغندلې چې په ارګ کې یې د اخلاقي فساد ځینې تورونه پورې کړي وو.

دده په وینا دغه ډول غیر مسوولانه څرګندونې په هېواد کې د ښځو د پرمختګ مخه نیسي او بې باوري رامنځ ته کوي.

خو ولسمشر بیا ورته کړنې خپل قانوني حق بولي او غندونکي یې دنظام په تخریب تورنوي.

مربوطه مطالب

Back to top button