کابل ټکی کام ( سه شنبه، ۷ غبرګولی ، ۱۳۹۸ل)
دطالبانو له سیاسي دفتر څخه دملابرادر په مشرۍ لوړ پوړی پلوی او د پخوانی ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ د افغانستان د سیاسیونو پلاوي د مسکو په کوربتوب د افغانستان او روسیې د سل کلنو دیپلوماتیکو اړیکو په لمانځغونډه کې ګډون وکړ.
د مسکو په کوربتوب دغه ناسته د سې شنبې پر ورځ( د غبرګولي ۷/ د می ۲۸) د کابل پر وخت له غرمې وروسته پیل شوه.
په دې غونډه کې د طالبانو سیاسي مرستیال ملا برادر په یوه لنډه وینا کې وویل، چې طالبان سولې ته ژمن دي؛ خو د سولې په لار کې خنډونه باید له مخې لیرې شي.
ورپسې د روسیې او افغانستان د سل کلنو اړیکو په اړه د طالبانو دریځ ددوی دپلاوي غړي ملاامیرخان متقي وړاندې کړ.
پخواني ولسمشر حامد کرزي، د افغانستان د سولې عالي شورا مشر کریم خلیلي، د جمعیت اسلامي ګوند اجرائیوي مشر عطا محمد نور، د حکومت اجرائیوي ریاست مرستیال محمد محقق، د ولسمشر اشرف غني د ملي امنیت پخوانی سلاکار محمد حنیف اتمر، د بهرنیو چارو پخواني مرستیال حکمت کرزي، د حزب جنبش اسلامي مرستيال عبدالله قرلق او يو شمېر نورو سياستوالو په دې غونډه کې ګډون کړی و.
ټاکل شوې، چې افغان پلاوی به له طالب پلاوي سره د چهارشنبی پر ورځ( د غبرګولي ۸) په مسکو کې د افغانستان د سولی او پخلاینې په اړه خبرې اترې وکړي.
دیادونې ده، چې په مسکو کې د افغانستان سفیر د خپل حکومت په استازیتوب په دې ناسته کې ګډون وکړ او دغې ناستې ته یې د بهرنیو چارو وزارت پیغام هم وړاندې کړ.
دا دطالبانو اوافغان سیاسیونو دوهمه مهمه غونډه ده چې سبا دچهارشنبې په ورځ به پکې مهم موضوعات وڅېړل شي، که څه هم دمسکو په لومړۍ ناسته کې پرېکړه شوې وه چې دوهمه ناسته به دقطر په کوربتوب په دوحه کې کېږي خو ددولت له مخالفت وروسته هغه وځنډېده او دوهمه ناسته بیا په مسکو کې دائره شوه.















