طالب ویاند: بین الأفغاني غونډه کې به سياسيون او د ګوندونو استازي ګډون کوي؛ نه د حکومت نمایندګان

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غبرګولی ۸)

پرون په مسکو کې د افغانستان او روسيې د ديپلوماتيکي اړيکو د سلمې کليزې په مناسبت غونډه کې د اسلامي امارت د سياسي مرستيال او د طالبانو د قطر دفتر مشر ملاعبدالغني برادر په مشرۍ څوارلس کسيز پلاوي ګډون درلود.

په پرونۍ ناسته کې له افغانستان څخه هم د پخواني ولسمشر حامدکرزي په مشرۍ شاوخوا څلورويشت سياستوالو او د ګوندونو استازو برخه لرله.

په یاده غونډه کې ملا عبدالغني په لومړی ځل د رسنيو پر مخ راڅرګند شو او د غونډې پر مهال يې په خپلو خبرو کې وويل چې (اسلامي امارت واقعي سولې ته ژمن دی خو تر هرڅه مخکې بايد د سولې پر وړاندې خنډونه له منځه یووړل شي په وينا يې تر ټولو غټ خنډ د افغانستان اشغال دی لومړی بايد اشغال پای ته ورسيږي).

ملابرادر او ورسره مل پلاوي تر غونډې مخکې د روسيې د بهرنيو چارو وزير او یو شمير افغان سياستوالو سره هم ليده کاته کړي او په ځينو مهمو موضوعاتو يې خبرې کړي.

تر دې مخکې طالبانو په يوه اعلاميه کې ويلي و چې د مئ مياشتې په نهه ويشتمه نيټه به روسيې ته تللی د طالبانو پلاوی په بين الأفغاني غونډه کې ګډون کوي او له سياسي څيرو سره به د هيواد راتلونکي په اړه بحث او خبرې کوي.

طالب وياند ذبیح الله مجاهد په تازه خپره کړې اعلاميه کې چې د نوموړي په رسمي ټويټر ادرس خپره شوې ويلي چې پرونۍ غونډه د روسيې او افغانستان د اړيکو د ياد په مناسبت جوړه شوې وه، د کابل ادارې په استازيتوب که چا ګډون کړی وي خو اسلامي امارت په دې حيثيت ليده کاته نه دي ورسره شوي.

د مجاهد په وينا، که بين الأفغاني غونډه جوړيږي نو یوازې سياسيون او د ګوندونو استازي پکې ګډون کولای شي نه د حکومت نمايندګان ” راتلونکي  بین الافغاني غونډه چې دائریږي، د کابل ادارې دنماینده په صفت به کوم څوک شرکت نه پکې کوي. یوازي افغاني سیاسیون او د احزابو نمایندګان به ګډون کوي.”

له تيرو څو مياشتو راهيسې د قطر په مرکز دوحه کې د طالبانو او امريکايانو تر منځ د افغانستان جنګ د ختمولو، له افغانستان د امريکايي ځواکونو د وتلو او دا چې افغان خاوره به د بل هيواد پرضد نه کاريږي خبرې روانې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button