د ولسي جرګې لس ورځني بې نتيجې بحثونه! او د جرګې رخصتي

راپورتاژ: عبدالرحمن

د ولسي جرګې د جنجالي انتخاباتو د ترسره کيدو وروسته د جرګې د غړو وروستی ليست اعلانول یوه ستونزمنه موضوع وه چې څو مياشتې وخت يې ونيو او بالاخره تر څو مياشتني ځنډ وروسته د جرګې ټول بريالي غړي اعلان شول او د اولسمې تقنيني دورې پرانيسته وشوه خو د رئیس او اداري پلاوي ټاکنې بیا هم دوه اوونۍ وځنډيدې.

تر دوو اوونيو ځنډ وروسته د جرګې د رئیس ټاکنو لپاره انتخابات وشول چې په لومړۍ ورځ دغه انتخابات د جرګې په تالار کې په لانجو او یو بل ته په ګواښونو واوښتل.

ولسي جرګه کې لانجه په څه روانه ده؟

د جرګې د ریاست لپاره د پروان استازی مير الرحمان رحماني او د خوست استازی کمال ناصر اصولي نوماندان شول چې د ټاکنو له پيلېدو مخکې د ولسي جرګې مؤقت رئیس عطاءالله دهقان پور د جرګې نصاب ۲۴۷ تنه اعلان کړ چې د رايو له شمارلو وروسته رحماني ۱۲۳ او اصولي ۵۵ رايې واخيستې.

د جرګې یو شمير غړو مخالفت ښکاره کړ چې رحماني نصاب نه دی پوره کړی او ۵۰+۱ رايې نه دي اخيستي یوه رایه کمه ده خو باوجود د دې د مؤقت رئیس دهقان پور له خوا رحماني ګټيالی اعلان او د جرګې رئیس وټاکل شو چې د اصولي پلويانو او د جرګې د نورو غړو له سخت مخالفت سره مخ شو.

په دې ترڅ کې د لانجې د هواري لپاره کمېسیونونه هم وټاکل شول خو بيا هم پرې د دواړو خواوو موافقه رانغله او جنجال لا پسې اوږد شو.

اصولي او د جرګې يو شمير غړي ادعا کوي چې ځينې وکيلانو خپلې رايې په ډالرو پلورلي دي.

په دغه موده کې په جرګه کې مخالفتونه تر  اخ وډب ورسيدل، د پارلمان ځينې ساتونکي او وکيلان پکې ټپيان شول او يو بل ته ګواښونه هم وشول.

د رحماني کسانو څو ځلې د زور په کارولو هڅه وکړه چې رحماني د رئيس پر څوکۍ کښېنوي خو د مخالف لوري له خوا يې تر دې دمه په کلکه مخه نيول شوې ده.

د ولسي جرګې یو شمير غړي وايي، له دغه حالته نور ستړي شوي، هره ورځ جرګې ته ورځي خو پر ځای د دې چې د اولس پر مشکلاتو بحث وشي يوولس ورځې کېږي چې وکیلان د رئیس پر سر پر ټاکلو نه جوړيږي چې دې کار سره پر وکيلانو د اولس باور ختميږي او استازي تر نيوکو لاندې راځي.

استازي وايي، د ستونزې د حل لپاره روان بحثونه په ټپه ولاړ حالت ته رسيدلي او تر دې دمه هيڅ ستونزه نه ده حل شوې.

د جرګې د رئیس پر سر جنجال يوولسمې ورځې ته ورسيد خو هيڅ حل لاره يې پيدا نه شوه او بالاخره پرون د ياد کړکیچ د حل پرته جرګه د کوچني اختر ترپايه رخصت اعلان شوه خو بيا هم ځينې وکيلانو د دغه رخصتۍ سره مخالفت څرګند کړ وايي، وکيلانو د سياسي معاملو پر سر رخصتي وکړه.

د جرګې یو شمير غړي وايي، د ستونزې د حل کمېسيون د نصاب د نه بشپړوالي او د وکيلانو د نه موجوديت له امله جرګه رخصت کړې ده.

په جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازی ميرويس یاسيني بیا وايي، د ولسي جرګې رسمي وخت چې اساسي قانون ټاکلی دی هيڅوک حق نه لري چې دغه ناسته رخصت کړي په خبره يې سبا به وکيلان راځي او د جرګې ناستو ته به دوام ورکوي.

یو شمير وکيلان وايي، د ځينو استازو د سفرونو لپاره له وخت مخکې د جرګې رخصتول د قانون خلاف کار دی او دا به د جرګې باور لاپسې زیانمن کړي.

د ولسي جرګې غړی ګل رحمان همدرد وايي، په جرګه کې ځينې کسان له قوانينو څخه ناخبره دي، دوی د خپلې خوښې خبرې کوي، دا د ټول تالار نظر نه دی، د تالار د رخصتولو صلاحيت څوک نه لري.

د کارپوهانو په باور، د افغانستان اوسني وضعيت او د جرګې روانو ستونزو ته په کتو په اوس وخت کې د جرګې رخصتول بې ځایه او د قانون خلاف کار دی.

خو عام خلک بيا وايي، چې ولسي جرګې دوه اوونۍ یوازې د جرګې د رئیس ټاکلو پر سر بحثونه او جنجالونه وکړل چې لا هم پر ځای پاتي نو د اولس لپاره به ترې د خير څه طمعه وکړای شي.

مربوطه مطالب

Back to top button