امريکا تيره مياشت افغانستان کې ۶۷۳ بمونه غورځولي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غبرګولی ۹)
د راپورونو له مخې امریکا د ۲۰۱۹م کال په تيره مارچ مياشت کې په افغانستان کې ۶۷۳ بمونه غورځولي دي چې شمير يې د همدې کال د لومړيو مياشتو په پرتله کم ښودل شوی دی.
د جېنز ډيفنس په نوم خپرونې د امریکايي پوځ د هوايي ځواکونو د چارواکو له قوله ليکلي، چې دغه بمونه د جنګي پيلوټ لرونکو او بغير پيلوټ لرونکو بم غورځوونکو الوتکو له خوا غورځول شوي دي.
د امریکا د هوايي ځواک مسؤولين وايي، د روان کال په لومړيو مياشتو کې يې د افغانستان پر خاوره ۱۴۶۳ بمونه غورځولي و.
دا په داسې حال کې ده، چې په وروستيو کې په افغانستان کې د امريکا د هوايي ځواکونو په بريدونو کې د ملکي خلکو مرګ ژوبله تر پخوا څو چنده زياته شوې او آن تيره مياشت څو ځلې داسې پيښې وشوې چې د هيواد په بيلابيلو ولايتونو کې شپانه، ميرمنې او کوچنيان د بې پيلوټه الوتکو هدف ګرځيدلي دي.
دغه راز پيلوټ لرونکې امريکايي بم غورځوونکې الوتکې تر ډيره په شپنيو چاپو او ځانګړو عملياتو کې کارول کيږي چې له امله يې د خلکو کورونه ویجاړيږي او د بمباريو له کبله د ملکيانو د وژنۍ لړۍ دام لري.



